طرز پرس: د آلمان صدراعظم اولاف شولتز، چې تازه یې نوي ډهلي ته سفر کړی، ویلي چې په اوکراین کې د دوامدارې سولې د ټینګښت په برخه کې د هند له هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي شولتز دا څرګندونې د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۵مه، په خپل ایکس پاڼه کې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د نوي ډهلي ملاتړ او هڅې به په اوکراین کې د اوږدمهال او عادلانه سولې لپاره لاره هواره کړي. نوموړي زیاته کړه: «زه په اوکراین کې د اوږدمهال او عادلانه سولې لپاره د هند له هلو ځلو په کلکه ملاتړ کوم او ټینګار کوم چې هند، دغې موخې ته د رسېدو لپاره له خپل د باور وړ اړیکو څخه کار واخلي.»
د آلمان صدراعظم همدارنګه ټینګار وکړ چې برلین او نوی ډهلي، د ستراتیژیکو شریکانو په توګه، باید وکولی شي په مستقیم ډول د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي - چې پکې جیوپولیټیک مسایل هم شامل دي.
له بلې خوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د آلمان له صدراعظم سره یې خبرې به د هند او آلمان ترمنځ ملګرتیا لا پیاوړې کړي. هغه وویل: «زموږ هیوادونه په پراختیایي همکاریو کې قوي سابقه لري او موږ لېوال یو چې په راتلونکي کې دا همکارۍ نوره هم پیاوړې کړو.»
د اوکراین سولې په اړه دا خبرې اترې په داسې حال کې کیږي چې روسیې ویلي، د اوکراین د سولې خبرې یوازې د کرملین د غوښتنو په منلو سره یوې پایلې ته رسېدلی شي.
اولاف شولتز: اوکراین کې د سولې لپاره د نوي ډهلي له هڅو ملاتړ کوم
طرز پرس
4 عقرب 1403