افغانستان او بریکس؛ فرصتونه او د غړيتوب الزامات

حاميه نادري

طرز پرس

3 عقرب 1403

د بریکس وروستۍ ناسته د چین، هند او ایران په ګډون د ۳۶ هېوادونو له استازو سره د سې شنبې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه. دغه ناسته د ولادیمیر پوتین په کوربه‌توب او د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوترش په ګډون په داسې حال ترسره کیږي، چې ښاغلی پوتین د اوکراین په جګړه کې د هغه څه له کبله چې جنګي جنایات یې بولي، د نړیوال عدلي څار لاندې دی.
په ورته وخت کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ ټینګه ژمنه وکړه چې هېواد به یې په هر ډول شرایط کې له روسیې سره خپلې اړیکې ساتي. د هند لومړي وزیر نارندرا مودي په اوکراین کې د جګړې په سوله ییز حل ټینګار درلود. طالبان هم غوښتل چې په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو بلنه ورته ور نه کړل شوه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا په بېلابېلو نړیوالو برخو په ځانګړي ډول اقتصادي ډګر کې، د خپل نفوذ د پراختیا هڅې وکړې. دا وضعیت په تدریجي ډول د نړۍ په جنوب کې د پراخو ناانډولیو لامل شول. د دې وضعیت په وړاندې ځینې جنوبي هېوادونه د روسیې او چین په مشرۍ د بریکس ډلې (BRICS) جوړولو ته اقدام وکړ، چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا یې اصلي غړي دي.

دا نړیوال نا برابري د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره د بریکس جذابیت زیات کړی دی. ډېر هېوادونه غواړي چې دې ډلې سره یوځای شي او په دې وروستیو کې پنځه هېوادونه، لکه ایران او سعودي عربستان، بریکس ته شامل شوي دي. همدارنګه، له ۴۰ زیات نور هېوادونه هم د بریکس غړیتوب ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د بریکس غړیتوب کې احتمالي ګټې

د ډېرو دلیلونو له مخې بریکس د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لرلی شي:

۱- نړیوال اقتصادي ډګر: بریکس د نړۍ په کچه د یوه ځواکمن اقتصادي ځواک په توګه راڅرګندېږي، چې ۳۵ سلنه د نړۍ ناخالص داخلي تولید، ۴۴.۹ سلنه د نړۍ نفوس، ۴۰ سلنه د نفتو زیرمې او ۳۰ سلنه مستقیمې بهرنۍ پانګونې لري. د بریکس دا اقتصادي ظرفیت د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا لپاره مناسب بنسټ ګرځېدلی شي.

۲- د لویدیځو نظامونو ستونزې: بریکس د لویدیځ‌محورو اقتصادي ادارو په وړاندې یوه بدیله لار ده. له لویدیځو سازمانونو سره په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان له ناکامو تجربو وروسته، بریکس افغانستان ته ګټور ثابتېدلی شي.

۳- جیوپولیټیک موقعیت: افغانستان په جغرافیوي لحاظ د نړیوالو مهمو دهلیزونو په لاره کې پروت دی. په دې دهلیزونو کې د افغانستان احتمالي ګډون اقتصادي ګټې لرلی شي او د دې هېواد سیمه‌ییز تجارت ته به وده ورکړي.

۴- د چین او روسیې ملاتړ: چین او روسیه، چې په بریکس کې اغېزمن هېوادونه دي، ښایي د افغانستان له غړیتوبه ملاتړ وکړي ترڅو له لویدیځ سره د افغانستان د نږدې کېدو مخه ونیسي.

په بریکس کې غړیتوب لپاره اړین شرایط

که افغانستان غواړي د بریکس له فرصتونو ګټه واخلي، باید ځینې اساسي شرایط پوره کړي:

۱- نړیوال پېژندنه: د افغانستان لپاره د بریکس غړیتوب لومړی شرط دا دی چې نړیواله ټولنه یې په رسمي توګه وپېژني او ومني. پرته له دې پېژندنې، افغانستان نشي کولی د بریکس اقتصادي ګټو ته لاسرسی پیدا کړي. دغه پېژندنه د صادراتو پراختیا او بهرنیو پانګونو جذب لپاره هم اړینه ده.

۲- دوامداره اقتصادي وده: د اوسني اقتصادي بحران څخه وتل او دوامداره اقتصادي وده د بریکس د غړیتوب بل شرط دی. افغانستان باید د خپلو سترو اقتصادي پروژو، لکه کان کیندنې او ټرانزیټ، عملي کولو ته ورسېږي، ترڅو له اقتصادي اړخه دې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره چمتو شي.

۳- سیاسي او امنیتي ثبات: له سیاسي او امنیتي ثبات پرته، افغانستان ته د بریکس د غړیتوب ترلاسه کول ناشونی دی. د افغانستان حاکمان باید خپل سیاسي او امنیتي جوړښتونه پیاوړي کړي او د ثبات د رامنځته کولو لپاره پراخ‌نظري قوانین جوړ او پلی کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو دهلیزونو رول

نړیوال دهلیزونه په نوي نړیوال نظم کې مهم عناصر دي. که افغانستان وکولای شي په هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، نو د شمال-جنوب دهلیز په یوه مهمه برخه بدلیدای شي. د ټرانس-افغان په څېر د ریل پټلۍ پروژې د افغانستان اقتصاد ته پرمختګ ورکولای شي او دغه هېواد د سیمه‌ییز تجارت په جریان کې شاملولای شي.

همدارنګه، د واخان دهلیز، چې دوه د بریکس غړي هېوادونه، ایران او چین سره نښلوي، د افغانستان په بهرني تجارت باندې مهم اغېز لرلای شي. دا تجارتي لار افغانستان له چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره نښلوي او د دغه هېواد اقتصاد له اوسني انزوا څخه را وباسي.

په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ لپاره د بریکس ډلې رول

د بریکس بله ګټه د افغانستان لپاره د نوي پرمختیايي بانک (NDB) مالي سرچینو ته لاسرسی دی. دا بانک د بریکس غړو هېوادونو او نورو پرمختللو هېوادونو د پراختیايي پروژو لپاره د مالي ملاتړ په موخه جوړ شوی دی، او په افغانستان کې د زیربنایي پروژو، په ځانګړي ډول د کان کیندنې په برخه کې، د مالي ملاتړ په توګه مهم رول لوبولای شي.

په پای کې، بریکس افغانستان ته لوی فرصتونه برابرولای شي، خو دې ډلې ته یوځای کېدل د کورنیو او نړیوالو سیاستونو لویو اصلاحاتو ته اړتیا لري. د افغانستان حکومت باید د نړیوالې پېژندنې ترلاسه کولو او اقتصادي او سیاسي ثبات رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي ترڅو وکولای شي له دې فرصتونو څخه ګټه واخلي.