طرز پرس: تهران ته د تل ابیب د ځوابي برید په درشل کې، د اسراييل دفاع وزیر اعلان وکړ چې ایران ته له دغه ځوابي برید وروسته به نړۍ په دې پوهه شي چې د اسراييل ځواک او قدرت څه دی.
د اسراییلو د دفاع وزیر، یوآو ګالانت، دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲مه، په یوه هوايي اډه کې له جنګي پیلوټانو سره د لیدنې پر مهال وکړې. د اسراییل رسنیو د نوموړي له خولې لیکلي: «د ایران تر برید وروسته به نړۍ زموږ ځواک، قدرت او چمتووالی درک کړي.»
په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان هم تازه خبرداری ورکړی چې که له اسراییل کومه تېروتنه وشي، نو دوی به داسې ځواب ورته ورکړي چې ګمان یې هم پرې نه وي کړی. پزشکيان د اسراییل نږدې ترسره کېدونکي برید ته په اشارې وویل: «که اسراییل خطا سي، د ایران ځواب به چټک او باور نهکېدونکی وي.»
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، آنتوني بلینکن، له اسراییل غوښتي چې د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځواب ورکولو کې دې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي. بلینکن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دواړه خواوې باید په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.