طرز پرس: د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، اعلان کړی چې هېواد یې په نړیوالو چارو کې د برېکس د ځواک غښتي کېدو او د دې سازمان د رول پراخېدو لپاره هڅې کوي.
د روسیې ولسمشر، چهارشنبه، د لړم په ۲مه، د روسیې په کازان کې د بریکس د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې روسیه د بریکس ډلې د ځواکمنېدو او د نړیوالو او سیمه ییزو بیړنیو ستونزو د حل لپاره د دې سازمان د نقش زیاتولو په لټه کې ده. ښاغلي پوتین زیاته کړه چې د بریکس غړي هېوادونه په ټولو برخو کې لوی سیاسي ظرفیتونه لري او د نوموړي په وینا، د برېکس ډلې هېوادونه د بېلابېلو ، مذهبونو، تمدنونو او کلتورونو استازیتوب کوي.
پوتین وویل: «د بریکس ټول غړي هېوادونه د برابرۍ، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي لپاره عملاً د مسئولیت احساس کوي.» د روسیې ولسمشر د بریکس د غونډې په دویمه ورځ زیاته کړه: «موږ د بریکس غښتلي کېدو په برخه کې، د نړیوالو او سیمه ییزو بیړنیو ستونزو د حل لپاره د دې سازمان د نقش پر پراخېدو هڅې کوو.»
د بریکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا دي. اذربایجان او جنوبي افریقا د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې د بریکس غونډې لپاره د روسیې کازان ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې، ترکیې او مالیزیا هم په رسمي ډول د دې سازمان د غړیتوب غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د بریکس په درې ورځنۍ غونډه کې، چې د سه شنبې په ورځ پیل شوې او تر پنجشنبې به دوام وکړي، د ۳۶ نړیوالو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون لري.