اسرائیلي رسنیو اعلان کړی چې پر ایران د اسراييل د حملې پلان وروستۍ شوې او د ایران د لوړپوړو چارواکو د کورونو په نښه کول هم د دې پلان یوه برخه ده.
د اسرائیل ۱۴ تلویزیوني شبکې، سې شنبه، د لړم لومړۍ نېټې، په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران د چارواکو د کورونو په نښه کول، ښايي د تهران لخوا د بنیامین نتانیاهو او د هغه د مېرمنې د ناکامه ترور هڅو ته په غبرګون کې ترسره شي.
د دې تلویزیون د راپور له مخې، د ایران د توغندویز بریدونو په ځواب کې د تلابیب پلان چمتو شوی، خو د دې برید د ترسره کولو وخت لا تر اوسه نه دی څرګند.
د اسرائیلي رسنیو د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځي او استخباراتي چارواکو د ایران پر وړاندې د برید یوه طرحه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، ته وړاندې کړې ده، خو د دې پلان په بشپړ جزییاتو یوازې لوړپوړي چارواکي پوهېږي.
د اسرائیل ۱۴ تلویزیوني شبکې لیکلي: «په دغه پلان کې د ایران د تېلو او ګازو پر تأسیساتو، نظامي او دولتي مرکزونو، او همدارنګه د ایراني چارواکو پر کورونو برید شامل دی، چې د ایراني چارواکو پر کور برید به د نتانیاهو پر کور د ډرون برید په ځواب کې ترسره شي.»
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم مخکې ویلي و چې پر ایران د اسراييل د برید په جزییاتو خبر دی، خو نوموړي په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي. بل پلو، د ایران چارواکو ویلي دي چې ایران چمتو دی د اسراييل هر ډول برید ته بالمثل ځواب ورکړي. د ایران چارواکو ټينګار کړی چې د اسرائیل دا ځل برید یو نوی برید دی او پر وړاندې به یې هرو مرو بالمثل غبرګون وښودل شي.