له سړې جګړې وروسته، د مخابراتو او ترانسپورت په برخو کې د ټکنالوژۍ پرمختګونو د دولتونو مرکزي رول کم کړی دی. د نړيوالو اړیکو په ادبیاتو کې دغه شی د «دولتونو د متقابل تړاو» په نوم یادیږي. په داسې شرایط کې، دولتونه کولی شي په خپلو سیمهایزو چارو کې ښه رول ولوبوي او ځان یو مناسب ځای ته ورسوي.
افغانستان د درېیو سیمهایزو برخو په ګاونډ کې پروت دی: منځني ختیځ، مرکزي آسیا او ختیځ آسیا. یو له اصلي بحثونو څخه دا دی چې افغانستان له دغو سیمو دقیقا په کومه برخه پورې تړاو لري. په دې اړه کارپوهان مختلف نظرونه لري. د یوې نظریې له مخې، افغانستان په مستقیم ډول له دې سیمو سره تړاو نه لري. په تېر وخت کې، افغانستان پرته له کلتوري اړیکو، له منځني ختیځ سره پراخه اقتصادي او سیاسي اړیکې نه درلودې، خو د داعش په څېر امنیتي ګواښونو له را پورته کېدو سره د افغانستان امنیتي اړیکې له منځني ختیځ سره پیاوړې شوې دي.
همدارنګه، افغانستان له مرکزي آسیا سره جیوپولیټیکي او ستراتیژیکې اړیکې لري، خو په سیمهایزو تحلیلونو کې دا هېواد په مستقیم ډول د مرکزي آسیا برخه نه ګڼل کیږي. ان د امنیتي تړون سازمان، چې د مرکزي آسیا هېوادونه او روسیه پکې شامل دي، افغانستان د دې امنیتي ټولګې غړی نه ګڼي، که څه هم د دې هېوادونو امنیت د افغانستان له تحولاتو اغیزمن کیږي.
افغانستان د جنوبي آسیا برخه هم نه ګڼل کیږي، خو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د جنوبي آسیا د یوې برخې په توګه ګڼل شوی او د امریکا د ځانګړي استازي د جنوبي آسیا په چارو کې د فعالیتونو په چوکاټ کې اداره شوی دی. که څه هم افغانستان په مستقیم ډول په دې سیمهایزو برخو کې نه راځي، خو په غیرمستقیم ډول له ټولو سره تړاو لري. دا هېواد د دې سیمو له تحولاتو اغیزمن کیږي، پر هغوی اغیزه کوي او د هغوی سره د تعامل اړتیا لري.
په سیمهایزو سازمانونو کې د افغانستان موقعیت
افغانستان له ۱۹۹۳ کال راهیسې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) غړی دی او په ۲۰۰۷ کال کې د جنوبي آسیا د سیمهایزو همکاریو د اتحادیې (سارک) د دائمي غړي په توګه ومنل شو. همدارنګه، په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای سازمان د څارونکي غړي په توګه وټاکل شو. خو پوښتنه دا ده چې آیا افغانستان د دې سازمانونو له وړاندیز شویو وړتیاوو او فرصتونو څخه ګټه پورته کړې ده؟
د اکو سازمان موخه د دوامداره اقتصادي پراختیا ښه کول، د تجارتي خنډونو لرې کول، د ترانسپورتي همکاریو پیاوړي کول او د بشري منابعو پراختیا ده. د سارک موخې هم په اقتصادي، کرنې، مالدارۍ، مخابراتو، انرژۍ او زیربناوو باندې متمرکزې دي. شانګهای سازمان، چې د ۱.۵ میلیاردو کسانو نفوس پوښي، د خپلو غړو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکارۍ ته وده ورکوي.
سره له دې، افغانستان نه دی توانېدلی چې د دې سازمانونو وړتیاوو او فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي. بېلابېل چالشونه لامل شوي چې افغانستان د دې سیمهایزو فرصتونو څخه پوره استفاده ونه کړي.
په سیمهایزو وړتیاوو کې د افغانستان ننګونې:
افغانستان د جغرافیايي موقعیت له اړخه کېدای شي یو ښه موقعیت کې ووسي او له سیمهایزو فرصتونو ګټه واخلي، خو دا فرصتونه تر اوسه نه دي عملي شوي. په داسې حال کې چې ډېری سیمهایز سازمانونه په ترانسپورتي او سوداګریز اقتصاد تمرکز کوي، افغانستان د اړینو زیربناوو لکه د سرتاسري اورګاډي پټلۍ او د انرژۍ د ترانزیت لپاره امنیت نه لري.
تر ټولو مهمه ننګونه د افغانستان د حکومتونو بې ثباتي ده. په تېرو پنځوسو کلونو کې، په افغانستان کې لس حکومتونه راغلي، چې په اوسط ډول د هر حکومت عمر پنځه کاله و. دا سیاسي او امنیتي بې ثباتي لامل شوې چې افغانستان له سیمهایزو فرصتونو په مؤثره توګه ګټه وانخلي.
فرصتونه او حل لارې
افغانستان باید له تېرو تجربو څخه زده کړه وکړي او له سیمهایزو فرصتونو سره د یوځای کېدو او له سیمهایزو همکاریو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هڅې وکړي. له نړيوالو سره د افغانستان د يو ځای کېدو لپاره شل کلنې هڅې کومه نتيجه ورنه کړه، او اوس یې وخت رارسېدلې چې هېواد د کورنيو حالاتو او سیمهایزو اړتیاوو پر بنسټ له سیمې سره د تعامل لپاره مؤثر ګامونه واخلي.
افغانستان باید له سیمهایزو سازمانونو سره د یوځای کېدو لپاره اړین شرایط برابر کړي او په اقتصادي او ټولنیزو مسایلو کې د یوې جوړونکې تګلارې له لارې د کورني استعدادونو د ودې او د نړیوالو تعاملاتو لپاره مناسب شرایط برابره کړي.