د افغانستان کړکېج د سیمې او نړۍ یو له پیچلو او دوامداره سیاسي او امنیتي ننګونو څخه دی. له هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان پخوانی حکومت د طالبانو پر لاس وپړځېد او دغه ډله دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول، نړیوالې ټولنې د دې کړکېج دایمي حل لپاره ډېرې هڅې کړې دي. ډېر نړیوالې غونډې د بېلابېلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون ترسره شوې، ترڅو د دې پیچلي بحراني حالاتو لپاره حل لارې ومومي. په هرصورت، تر دې دمه دغه غونډې نه دي توانېدلي چې کوم څرګندې پایلې ته ورسیږي.
طالبان د افغانستان اوسني واکمنانو په توګه، د سختو سیاستونو او د بشري حقونو له ښکاره نقض سره د سولې او ثبات په ترلاسه کولو کې لویې ننګونې رامنځته کړې دي. له بلې خوا، د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اختلافات هم د افغانستان راتلونکي لپاره د یو ژور تګلارې پر وړاندې خنډ جوړ شوی دی. په دې لیکنه کې د دې غونډو د ناکامۍ ستر لاملونه او د یوه مهم لامل په توګه د طالبانو رول او ونډې ته کتنه کوو.
۱. د طالبانو افراطي سیاستونه او د بشري حقونو نقض یو له سترو لاملونو څخه شمېرل کيږي چې افغانستان لپاره نړیوالې غونډې تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې. طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته، د خلکو اساسي آزادۍ، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو، په محدودولو سره د بشري حقونو ژور بحران رامنځته کړی دی. د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړې او کار بندیز، د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ کلکه ځپل، او بشري حقونو ته له پام کولو پرته د شرعیت په نوم د سختو سیاستونو اعمالول، هغه څه دي چې افغانستان یې په ټوله نړۍ کې یوه ځپل شوې او افراطي هېواد په توګه معرفي کړی دی.
دغه سیاستونه نه یوازې د کورني او نړیوالو پراخو اعتراضونو لامل شوي، بلکې د طالبانو لپاره د نړیوالې مشروعیت په ترلاسه کولو کې لوی خنډ دي. د لوېدیځو قدرتونو په ګډون ډېر هیوادونه، د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض له امله حاضر نه دي چې له دوی سره همکاري وکړي. تر هغو چې طالبان په خپلو سیاستونو کې اساسي بدلونونه رامنځته نه کړي، هېڅ نړیوال تړون نه شي کولی په دوامداره توګه تطبیق شي.
۲. د ګډون کوونکو هیوادونو ترمنځ نه همغږي
د طالبانو د سیاستونو تر څنګ، یو بل لوی خنډ چې په نړیوالو غونډو کې د بریالیتوب مخه نیسي، د ګډون کوونکو هیوادونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د ګټو توپیر دی. هر هیواد د خپلو ځانګړو ګټو پر بنسټ دغو غونډو ته راځي او بېلابېلې لومړیتوبونه تعقیبوي. د سیمې ځواکونه لکه ایران، پاکستان، او چین زیات تمرکز په خپلو امنیتي او اقتصادي مسایلو لري، په داسې حال کې چې لویدیځ هیوادونه لکه امریکا او اروپایي اتحادیه زیات تمرکز پر بشري حقونو او دموکراسۍ کوي.
د دغو مختلفو چلندونو توپیر د دې لامل شوی چې یو جامع او اغېزمن تړون ته ونه رسېږي. د بیلګې په توګه، ځینې هیوادونه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني او له دوی سره همکاري وکړي، په داسې حال کې چې نور هیوادونه لا هم د دې ډلې د نسکورولو په لټه کې دي. دغه د ګټو تضاد سبب شوی چې د افغانستان راتلونکي لپاره یو واحد او همغږی پلان رامنځته نه شي.
۳. د افغانستان د خلکو د ریښتینې استازۍ نشتون
طالبان ادعا کوي چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي، خو حقیقت دا دی چې دوی یوازې د ټولنې د یوې برخې استازیتوب کوي او د افغانستان د خلکو د اکثریت غږ، په ځانګړي توګه د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو، له پامه غورځوي. له بلې خوا، په نړیوالو غونډو کې هم داسې استازي ګډون کوي چې لزوماً د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب نه کوي.
دا موضوع سبب شوې چې د افغانستان د خلکو له لوري یو واحد او معتبر غږ په دغو خبرو کې وا نه ورېدل شي. طالبان نه یوازې خپلې پالیسیانې د خلکو د غوښتنو پرته پلې کوي، بلکې د مخالفانو په ځپلو او د اساسي آزادیو په محدودولو سره د افغانستان ټولنه د خپلو غوښتنو د څرګندولو له اړتیا وړ وسیلو څخه بې برخې کړې ده.
۴. د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو د ګټو تضاد
افغانستان د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو په مرکز کې پروت دی او هر یو له دغو هیوادونو خپلې ځانګړې ګټې تعقیبوي. پاکستان، ایران او چین د ګډو پولو او اقتصادي ګټو له امله د افغانستان د ثبات په اړه زیاتې اندېښنې لري. له بلې خوا، امریکا او اروپا په امنیتي مسایلو او د تروریزم مخنیوي باندې تمرکز کوي.
دا د اهدافو او چلندونو توپیر د جامع توافق ترلاسه کول ستونزمن کړي دي. ځینې هیوادونه د طالبانو سره د تعامل او همکارۍ ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې نور هیوادونه د طالبانو سره خبرو ته چمتو نه دي تر هغو چې دا ډله په خپلو سیاسي او بشري حقونو تعهدات عمل ونه کړي.
۵. د طالبانو په رسمیت نه پېژندل
د نړیوالو خبرو اترو په لاره کې یو له لویو خنډونو څخه، د طالبانو په رسمیت پېژندل دي. ډېر هیوادونه او نړیوال سازمانونه طالبان په رسمیت نه پېژني او لا هم دوی ته د یو غیرقانوني وسلهوالې ډلې په سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې د واکمن ځواک په توګه عمل کوي او د هیواد بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
دا وضعیت د دې سبب شوی چې خبرې اتري نتیجې ته ونه رسیږي، ځکه طالبان د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي او ډېر هیوادونه چمتو نه دي چې له دوی سره خبرې وکړي، پرته له دې چې طالبان په خپلو حکومتي جوړښتونو او بشري حقونو کې لوی بدلونونه راولي.
۶. اقتصادي فشارونه او بنديزونه
پر طالبانو لګېدلي اقتصادي بنديزونه د دې سبب شوي چې افغانستان له نړيوالو اقتصادي او تجارتي اړيکو بې برخې پاتې شي. دغه بنديزونه که څه هم د طالبانو پر وړاندې د فشار لپاره او د هغوی د چلند د بدلولو په موخه کارول کېږي، په عمل کې د افغانستان د اقتصادي نظام د ړنګېدو او د بشري کړکېچ د لا زياتېدو لامل ګرځېدلي دي. په همدې وخت کې، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د بشردوستانه مرستو د لېږلو يا د افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتيا لپاره لارې چارې ومومي، چې د بنديزونو د مديريت په اړه دغه اختلاف نظرونه، د مذاکراتو د پرمختګ لپاره بله خنډ ګرځېدلې ده.
۷. د وسله والو او غیردولتي ډلو رول
پر حکومتونو سربېره، په افغانستان کې غیردولتي وسله والې ډلې لکه داعش هم شتون لري او د هېواد پر امنیتي وضعیت اغېز کوي. دغه ډلې ډېر وخت د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل ګرځي. د دې افراطي ډلو پر وړاندې د حل لارې نه موندل، د افغانستان د بحران د حل په لاره کې یو بل ستر خنډ دی.
۸. د نړیوالو سیاستونو بې ثباتي
بل مهم عامل، د ښکېلو هېوادونو له خوا د سیاستونو بې ثباتي او دوامداره بدلونونه دي. ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه متغیر دریځ لري او د طالبانو سره د مذاکراتو او مخالفت ترمنځ په تذبذب کې دي. د سیاستونو دغه پرلهپسې بدلونونه، ګډوډي رامنځته کوي او د مذاکراتو د پرمختګ لپاره يوې ټاکلې ستراتیژۍ ته د نه رسېدو لامل کېږي.
جمع بندي
د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان بحران د بېلابېلو او پېچلو عواملو له امله لاهم دوام لري. د طالبانو سخت دریځي او ځپونکي سیاستونه د نړيوالو غونډو د برياليتوب په لاره کې يو له اصلي خنډونو څخه دي. دغه ډله د بشري حقونو په ښکاره توګه له پامه غورځولو او د ښځو په ځپلو سره، د يوه سولهيز حل د ترلاسه کولو امکان کموي. سربېره پر دې، د سيمهييزو او نړيوالو قدرتونو ترمنځ اختلافات او د يوې همغږې تګلارې نشتوالى د مذاکراتو د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دی.
د دغو غونډو د ښکاره پايلو ترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې طالبان په خپلو سیاستونو کې اساسي بدلونونه راولي او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي. همدارنګه، ګډون کوونکي هېوادونه باید يو ګډ نظر ته ورسېږي او د يوې همغږې تګلارې سره د افغانستان د بحران د حل په لټه کې شي. که نه، د افغانستان بحران به لاهم دوام ومومي او د دې هېواد خلک به د دې بحران قرباني وي.