اولاف شولتز: ترکیه یوه مهمه سیاسي لوبغاړې ده

طرز پرس

29 میزان 1403

GaRSxVXWUAAdTwo.jpg

د آلمان صدراعظم اولاف شولتز، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له کتنې وروسته، په سیمه ییزو سیاسي معادلاتو کې د ترکیې رول «مهم» بللی دی.
ښاغلي شولتز د شنبې په ماښام د اکتوبر په ۱۹مه، خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې آلمان او ترکیه له ټولنیز پلوه له یو بل سره نږدې اړیکې لري. نوموړي زیاته کړه: «ترکیه له سیاسي پلوه یو مهم لوبغاړی دی.» د ښاغلي شولتز په وینا، آلمان او ترکیه په ټولو مسائلو کې واحد نظر نه لري، خو د نړیوالو شخړو په اړه پراخې خبرې اترې مهمې دي. اولاف شولتز په دوام کې ټینګار کړی دی چې: «یوازې په دې ډول کولای شو حل لارو ته ورسیږو.»
د المان صدراعظم په داسې حال کې ترکیې ته سفر کوي چې ترکیه په منځيني ختیځ کې د روان کړکېج پراخېدو له کبله اندېښمنه ده او په ځلونو یې غوښتنه کړې چې ناټو باید د اسراييل مخه ونیسي. المان له دې سره چې د ناټو یو مهم استراتژيک متحد دی خو هڅه کوي چې د ډپلماسۍ له لارې په سیمه کې د کړکېج د کمولو په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.