د اسرائیل لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو، د حزب الله پرونۍ ډرون برید یوه لویه تېروتنه وبلله. هغه په خپل ایکس (X) پاڼه کې خبرداری ورکړ چې حزب الله به د دې بريد «دروند قیمت» پرې کړي.
ښاغلي نتانیاهو ټینګار کړی چې دا برید به دی او د اسرائیل دولت د حزب الله ډلې د ځپلو لپاره د نظامي عملیاتو له دوام څخه ونه دروي. بنیامین نتانیاهو زیاته کړه: «د ایران د نیابتي ځواک په توګه د حزبالله هڅه چې غوښتل یې ما او زما ښځه ترور کړي، یوه لویه تېروتنه وه، او دوی به د دې برید قیمت پرې کړي.»
د شنبې پر سهار، د اکتوبر پر ۱۹ مه، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته لوی خطر پېښ شو. د حزبالله ډرون وکولای شوه چې له ټولو امنیتي خنډونو سره د اسرائیل نظامي څرخکې تر څنګ تېر شي او د بنیامین نتانیاهو د استوګنځي ځای په نښه کړي؛ خو ښاغلی نتانیاهو او د هغه مېرمنه د برید پر مهال په کور کې حضور نه درلودل.
د اسراييل پوځ اعلان وکړ چې د حزب الله د دغه برید په ځواب کې د دې ډلې پر بېلابېلو اهدافو تر سلو ډېر هوايي عملیات ترسره کړي دي. د اسراييل پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو څلور وېشت ساعتونو کې پر لبنان او غزې ۱۷۵ هوايي بریدونه ترسره شوي چې د پوځ په وینا، د «ایران نیابتي ډلو» ته یې درنه تلفات هم اړولي دي.