د ښځو او بشري حقونو يو شمېر فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوحې له درېيمې غونډې د ښځو او مدني فعالانو حذف او د دې غونډې له اجنډا د بشري حقونو د موضوع ويستلو د طالبانو دريځ پياوړی کړی او دا ډله د بشري حقونو د سيسټماټيک نقض دوام او له پوښتنې پرته د جنسيتي اپارتایډ عملي کولو ته هڅوي.
د «طرز پرس» د راپور پر بنسټ، دې فعالانو د دوحې د غونډې پايله پر ټپونو د مالګې شيندل بللي او په دې تړاو يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
د ښځو او بشري حقونو د فعالانو په اعلاميه کې چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) خپره شوې، راغلي، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې له غونډې د ښځو او مدني ټولنې حذف ښيي چې د دې غونډې سازمانوونکي په حيرانوونکې توګه بشري حقونو او د ښځو حقونو ته پام نه کوي.
د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د جون پر ۳۰ او د جولای پر لومړۍ نېټه په دوحه کې وشوه، د ښځو او مدني ټولنې استازو په کې ګډون نه درلود.
د دوحې غونډې ته د ښځو او مدني ټولنې د ډلو پر نه ګډون تر پراخو نيوکو وروسته ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د جولای پر دويمه له ښځو او مدني فعالانو سره خبرې کوي. يو شمېر ښځينه فعالانې چې د جولای د دويمې غونډې ته بلل شوې وې، له دې غونډې سره يې پرېکون کړی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو چارواکو د مدني ټولنې د استازو په توګه له ځينو افرادو سره خبرې کړې دي.
د ښځو او بشري حقونو فعالانو په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د دې غونډې ګډونوال ناپيژاندي افراد دي او اجنډا يې مبهمه ده. دوی دا غونډه بې اغيزې او بې مشروعيته بللې ده. د ښځو او بشري حقونو فعالانو زياته کړې، چې د بشري حقونو، ښځو او نورو وګړو د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو شاليد ته له پام پرته له دې ډلې سره د تعاملاتو د عادي کولو پر لور د ملګرو ملتونو حرکت اندېښمنوونکی دی.