په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد رسنۍ له خپلو تر ټولو کړکېچنو دورو سره مخ شوې دي. د دې ډلې له خوا په بېلابېلو برخو کې لګول شوي سخت محدودیتونه په ځانګړې توګه پر رسنیو پراخ اغېز کړی دی. طالبانو د نوو قوانینو د تصویب او سختو محدودیتونو په لګولو سره، د بیان ازادي او د معلوماتو لاسرسي حق په کلکه محدود کړی. د دې په نتیجه کې، رسنۍ، په ځانګړې توګه تلویزیوني شبکې، د تل لپاره د بندېدو له ګواښ سره مخ دي، دا هغه لړۍ ده چې کولی شي افغانستان په یوه خاموشه او بې انځوره هېواد بدل کړي.
د نوې قانون تصویب: د رسنیو بشپړ ځپلو لپاره یو ګام
په ورستیوکې، طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون» له تصویب سره، د رسنیو د فعالیتونو محدودولو لپاره نوي ګامونه اخیستي دي. دا قانون، چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده له خوا لاسلیک شوی، د رسنیو لپاره سخت محدودیتونه لري، په ځانګړي ډول د انځورونو او ویډیويي راپورونو په خپرولو کې. د دې قانون په اوولسمه ماده کې په صراحت سره د ذيروح انځورونو خپرول منع شوي دي. دا محدودیت نه یوازې انساني انځورونه بلکې د ټولو ژوندي موجوداتو انځورونه هم منع کوي، چې په مستقیم ډول د تلویزیوني او خبري فعالیتونو مخه نیسي.
تر دې منع سربېره، په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره سختې سزاوې ټاکل شوي دي. په لومړي پړاو کې، له سرغړوونکو رسنیو څخه غوښتنه کېږي چې خپل فعالیتونه ودروي. که دا غوښتنه و نه منل شي، سرغړوونکي د الهي عذاب په ګواښ مخ کېږي. په راتلونکو مرحلو کې مالي جریمې او بند هم په پام کې نیول شوي دي. دا سزاوې پرته له دې چې محاکمو ته اړتیا وي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر امر لاندې د محتسب مأمورینو له خوا عملي کېږي. د دې قانون پلي کېدل په تدریجي ډول په بېلابېلو سیمو کې پراخېږي.
د محدودیتونو پلي کېدل او د تلویزیوني شبکو تړل کېدل
په افغانستان کې د تلویزیوني شبکو او تصویري رسنیو لپاره له دې قانون وروسته ژور بحرانونه رامنځته شوي دي. طالبانو له خپل حکومت پیل راهیسې په تدریجي ډول پر رسنیو بندیزونه او محدودیتونه ولګول چې په وخت سره دا محدودیتونه زیات شول. دا محدودیتونه لومړی په سوېلي ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې پلي شول او وروسته د افغانستان شمالي او مرکزي ولایتونو ته لکه تخار خپاره شول.
د دې لړۍ په پیل کې د افغانستان ملي تلویزیون دفتر په تخار ولایت کې په بشپړ ډول وتړل شو. خصوصي شبکې هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه وې؛ په تخار کې دوې خصوصي شبکې، «ماه نو» او «ریحان»، د فشار له کبله اړ شول چې خپل فعالیتونه په بشپړ ډول ودروي. دا بندیزونه یوازې په دې ولایت محدود نه دي او ډېر ژر به د هېواد په نورو سیمو کې هم پلي شي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، سیف خیبر، تأیید کړې چې دا پالیسۍ به په تدریجي ډول په ټولو ولایتونو کې پلې شي او د طالبانو وروستۍ موخه دا ده چې ټولې تصویري رسنۍ په رادیو بدلې کړي.
دا حالت د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره د جدي خطرونو، لکه نیول کېدل او سزا سره مخ دی. سربېره پر دې، طالبانو په ډېرو سیمو کې حتی عکاسي او فلمبرداري هم منع کړې ده. په میدان وردګ ولایت کې، خبریالان له دې منع شوي چې د طالبانو د چارواکو په غونډو کې عکسونه واخلي. دې محدودیتونو ډېری خبریالان دې ته اړ کړي چې خپل کار پرېږدي او له خپلې دندې څخه لاس واخلي.
په ټولنه کې د رسنیو د تړلو پایلې
په افغانستان کې د تصویري رسنیو تړل یوازې یوه داخلي مسئله نه ده، بلکې دا اقدام د نړۍ په کچه ژورې پایلې لري. طالبان د دې محدودیتونو په واسطه غواړي افغانستان یو داسې هېواد کړي چې هلته هیڅ غږ او انځور نه وي او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شي. که دا حالت دوام ومومي، افغانستان به د یوې تورې دورې په درشل کې ولاړ وي، چې دې ته ورته حالت په ۱۹۹۰مو کلونو کې هم رامنځته شوی و. هغه وخت، هېواد له نړیوالې ټولنې څخه په بشپړ ډول جلا شوی و او د خلکو لپاره په هېواد کې دننه او بهر د معلوماتو لاسرسی سخت محدود شوی و.
دغه محدودیتونه نه یوازې د بیان ازادي له خلکو اخلي، بلکې په مستقیم ډول د خلکو په ژوند هم اغېز کوي. په یو داسې هېواد کې چې له پراخو ستونزو لکه فقر، جګړه، او بشري بحرانونو سره مخ دی، رسنۍ د معلوماتو رسولو، خبرتیا ورکولو او روڼتیا په راوستلو کې حیاتي رول لري. په رسنیو کې د فعالیتونو محدودیت به خلک له دې حق څخه محروم کړي چې معلوماتو ته لاسرسی ولري، او دا به د ناپوهۍ، بېثباتۍ، او افراطیت د زیاتېدو سبب شي.
د خبریالانو لپاره ځاني او رواني خطرونه
د افغانستان خبریالان او د رسنیو فعالین تل له جدي جاني او رواني خطرونو سره مخامخ شوي دي، خو د طالبانو په واک کې د راتګ سره، دا خطرونه څو چنده زیات شوي دي. طالبانو په ځلونو خبریالان او رسنۍ د هغو خبرونو او راپورونو له امله چې د دوی له نظر سره په ټکر کې دي، ګواښلي دي. ځینې خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي او ځینې نور یې هم وهلي او ټکولي دي.
د طالبانو نوي محدودیتونه، په ځانګړې توګه د انځورونو په خپرولو کې، دې ته لاره هواره کړې چې ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اړ شي چې خپله دنده پرېږدي. په داسې حال کې چې ځینې یې په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو هیله لري، ګڼ شمېر خبریالان له افغانستان څخه تښتېدلي او ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. دې حالت د افغانستان دننه د خبري راپورونو کیفیت او کمیت په جدي ډول راکم کړی دی.
له پخوانۍ دورې سره د طالبانو پرتله: د تاریخ تکرار
اوسنۍ رسنیزې محدودیتونه د طالبانو د پخوانۍ دورې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د واکمنۍ وخت یادوي. په هغه وخت کې هم رسنۍ له جدي محدودیتونو سره مخ وې او د بیان ازادي په بشپړ ډول ځپلې شوې وه. په هغه وخت کې، طالبانو نه یوازې رسنۍ کنټرولولې، بلکې خلکو ته یې د نړیوالو رسنیو لاسرسی هم سخت محدود کړی و. دا پالیسۍ سبب شوې وې چې افغانستان د نړۍ له یو تر ټولو تړل شوي هېوادونو څخه وي او د دې هېواد خلک له نړیوالو خبرونو او معلوماتو بېخبره پاتې شي.
اوس چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، داسې ښکاري چې تاریخ یو ځل بیا تکرارېږي. لکه څنګه چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې رسنۍ له سختو محدودیتونو سره مخ وې، همدا اوس هم د هېواد د رسنیو راتلونکې د یوې مبهمې راتلونکې سره مخ ده. که دا لړۍ همداسې دوام ومومي، ډېر ژر به افغانستان یو خاموش هېواد شي، چې هلته به د مخالف غږونه نه اورېدل کېږي او خلک به معلوماتو ته لاسرسی ونه لري.
نړیوالې ټولنې ته بلنه: د بیان ازادۍ ملاتړ لپاره د اقدام اړتیا
نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د رسنیو تړل او د بیان ازادۍ سخت محدودیتونه نه یوازې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې دا د نړیوال امنیت او ثبات لپاره هم یوه جدي ګواښ ګڼل کېږي. که طالبان په بشپړ ډول د هېواد رسنۍ وتړي، دا اقدام کولی شي د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د رسنیو د کنټرول او ځپلو لپاره یو مثال وګرځي.
د نړیوالو بشري حقونو سازمانونه او د خبریالانو د ملاتړ ادارې باید په ټولو امکاناتو سره د خبریالانو او رسنیو د حقونو دفاع وکړي. سربېره پر دې، د نړۍ دموکراتیک دولتونه هم باید د ډیپلوماټیکو او اقتصادي وسیلو په کارولو سره پر طالبانو فشار راوړي ترڅو دوی له خپلو محدودیتونو څخه شاتګ وکړي.
اوسمهال افغانستان په خپله یوه له حساسو تاریخي مرحلو کې دی. د طالبانو د رسنیو محدودیتونه د دې هېواد لپاره د دموکراسۍ، د بیان ازادۍ او د معلوماتو لاسرسي حق په اړه یو جدي ګواښ دی. که نړیواله ټولنه دې موضوع ته پاملرنه ونه کړي او د دې محدودیتونو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي، افغانستان به ډېر ژر یو بېصدا او بېتصویر هېواد شي چې پکې خلک له بهرني نړۍ څخه جلا شي او بشري حقونه یې په بشپړ ډول تر پښو لاندې شي.