طرز پرس: د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا ولسمشر جوبایدن د هغو سپارښتنو په غبرګون کې چې د ایران پر ضد د ځوابي برید لپاره کرښې ټاکي، ویلي چې هغه د امریکا مشورې اوري، خو په پای کې د اسراییل ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
د نتانیاهو دا څرګندونې د متحده ایالاتو هغو فشارونو پر وړاندې ښکاره غبرګون دی، چې په سیمه کې د یوې پراخې جګړې څخه د مخنيوي په هدف، پر ایران د اسراييل ځوابي برید یو څه لنډ او سپک کړي.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د تلې په ۲۴مه (سه شنبه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې اسراییل د امریکا مشورې ته غوږ نیسي، خو په پای کې پر ایران د برید پرېکړه به یوازې او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي.
واشنګټن پوسټ مخکې راپور ورکړی و چې اسراييل د یوې لویې جګړې څخه د مخنیوي لپاره، تیار ده چې ایران ته یو لنډ او محدود ځواب ورکړي. د واشنګتن پست د راپور په حواله، اسراييل چارواکو دا ډاډ امريکا ته هم ورکړی دی. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر هم ویلي چې دا عملیات به یوازې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي او د ایران اټومي یا نفتي تاسیساتو ته به کوم خطر پېښ نه کړي.
له بلې خوا، د ایران چارواکو ویلي چې دوی د اسراییل هر ډول برید ته بشپړ چمتووالی لري، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی چې تهران له اسراییل سره د جګړې دوام ته کومه لېوالتیا نه لري.