طرز پرس: د ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، د هېواد رسنۍ او خبریالان د زیاتېدونکي فشار لاندې راغلي دي. طالبانو د یو لړ محدودیتي مقرراتو پلي کولو ته لاس واچاوه چې موخه یې د رسنیو او د هغوی د فعالیتونو بشپړ کنټرول ترلاسه کول دي. دغه محدودیتونه، چې په تدریج سره شدت مومي، سختې لارښوونې لري چې د بیان آزادي او د رسنیو خپلواکي په جدي توګه اغېزمنوي. دا راپور د طالبانو لخوا نوي خپاره شوي لارښودنه او د هغوی پر رسنیز وضعیت اغېزې څېړي.
وروستي راپورونه ښيي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو اته ټکيز حکم صادر کړی چې د رسنیو په فعالیتونو باندې نوي محدودیتونه لګوي. دا حکم، چې څو افغان رسنیو ته ورکړل شوی، ټینګار کوي چې ټول رسنیز پروګرامونه باید د طالبانو له لوري تر خپرولو مخکې تایید شي.
د حکم په څلورم ټکي کې راغلي چې رسنۍ مکلفې دي چې د سیاسي بحثونو لپاره د ورځني پروګرامونو او مېلمنو لېست د خپرونو د څار دفتر ته د تایید لپاره وسپاري. په دغه ټکي کې ویل شوي: «هر سهار باید د سیاسي بحثونو لپاره د پروګرامونو او مېلمنو لېست د خپرونو د څار دفتر ته وسپارل شي، او پروګرامونه یوازې د تایید وروسته پر مخ ځي.»
د طالبانو پر ضد د نیوکو بندیز
د دغه حکم یوه له خورا اندېښمنو برخو څخه د طالبانو او د هغوی د چارواکو پر ضد د نیوکو بندیز دی. د حکم په پنځم ټکي کې راغلي: «د نظام (طالبانو) قوانینو، پالیسیو او پرېکړو ته چلنج ورکول او د چارواکو بې بنسټه نیوکې منع دي.» دا په څرګنده توګه ښيي چې رسنۍ نور د طالبانو د پالیسیو او کړنو د نیوکې آزادي نه لري، او هر ډول نیوکه باید د طالبانو له لوري تایید او کنټرول شي.
له خپرولو مخکې سانسور:
د حکم په شپږم ټکي کې رسنۍ مکلفې دي چې هر ډول حساس یا انتقادي محتوا له خپرولو وړاندې سانسور کړي. په دې کې ویل شوي: «که هر پروګرام د دې ډلې پر پالیسیو یا چارواکو نیوکه کوي، د رسنۍ رئیس، کوربه او ایډیټر مکلف دي چې د اسلامي امارت (طالبانو) او د هغوی د چارواکو نیمګړتیاوې، حساس مسایل، او نیوکې له خپرولو وړاندې لرې کړي.» دا مخکې له خپرولو سانسور په جدي توګه د مطبوعاتو آزادي محدودوي، او رسنۍ په اصل کې د طالبانو د ایدیولوژۍ او پالیسیو د تبلیغ لپاره وسیله ګرځوي.
په سیاسي پروګرامونو کې د ژوندۍ خپرونې بندیز
طالبانو په سیاسي پروګرامونو کې د ژوندۍ خپرونې بندیز لګولی دی. د حکم په لومړي ټکي کې ویل شوي: «بحثونه باید ثبت شي او ژوندۍ خپرونې اجازه نلري." دا محدودیت د رسنیو مخه نیسي چې بې له کنټرول او سمدستي بحثونه وکړي، او طالبانو ته فرصت ورکوي چې د خپرولو څخه مخکې په محتوا کې مداخله وکړي او سمونې وکړي.
د پروګرام مېلمنو باندې کنټرول
د دې حکم بله محدوده برخه د رسنیزو پروګرامونو مېلمنو باندې څارنه ده. طالبانو ټینګار کړی چې یوازې هغه کارپوهان چې د دوی لخوا تایید شوي وي، کولی شي په رسنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي. د حکم په دوهم ټکي کې ویل شوي: «کارپوهان باید د نوي لېست له مخې غوره شي؛ هغه کسان چې په دې لېست کې نه وي، د بللو اجازه نلري.» په دریم ټکي کې راغلي: "هغه کسان چې په لېست کې نه وي، د بللو لپاره باید د خپرونو د څار دفتر څخه اجازه ترلاسه شي."
پر رسنیو ګواښونه او قانوني اقدام
طالبانو په دې نوي حکم کې په ښکاره خبرداری ورکړی چې د دې مقرراتو د سرغړاوي په صورت کې به د رسنیو او د هغوی پر کارکوونکو قانوني اقدام وشي. د حکم په اتم ټکي کې ویل شوي: "د سرغړاوي په صورت کې، د رسنۍ مدیر، د خپرونې مدیر، د پروګرام کوربه، ایډیټر او سیاسي کارپوه به مسؤل وي او د مقرراتو سره سم چلند ورسره کېږي."
زیاتېدونکی فشار او اندېښنې
د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې د دې نوي حکم له خپرېدو وروسته، په رسنیو باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه اوس ۲۱ ته رسېدلي دي. دغه مرکز او نورې ادارې چې د بیان د آزادۍ ملاتړ کوي، اندېښنه لري چې دا محدودیتونه به د افغانستان خپلواکو رسنیو پر ضعف او پر تبلیغاتي وسیله د هغوی د بېدلېدو لامیل شي.
په افغانستان کې د رسنیو کارپوهان باور لري چې له دې محدودیتونو سره به د رسنیو پر وړاندې د سانسور کچې نوره هم زیاته شي، او د خپلواکو یا بې پرې تحلیل او نیوکې لپاره به هېڅ ځای پاتې نهشي. رسنۍ له خپلواک څارونکي او د حکومت د پالیسیو د نقاد رول څخه بې برخې کېږي او پر ځای یې مجبورېږي چې د طالبانو پالیسي او اجنډا ته وده ورکړي.
د بشري حقونو اغېزې
دغه محدودیتونه یوازې د رسنیو آزادي نهګډوډوي، بلکې په پراخه کچه د بشري حقونو ته هم ګواښ دی. د بیان آزادي او معلوماتو ته لاسرسی په هره آزادې ټولنې کې بنسټیز حقونه دي. د دې محدودیتونو په لګولو سره، طالبان افغانان له دغو حقونو محروموي او د وېرې او ځان سانسور کولو فضا رامنځته کوي.
مقاومت او د راتلونکې هیلې
له دغو فشارونو سره سره، بیاهم ډېر شمېر خبریالان خپل کار ته دوام ورکوي. ځینې یې ټولنیزو رسنیو او نړیوالو رسنیو ته مخه کړې ترڅو راپور ورکړي او خپل غږ په نړیواله کچه ورسوي. که څه هم دغه هڅې له سترو ننګونو سره مخ دي، خو لا هم د بیان آزادۍ او په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د بیا ژوندي کولو لپاره یوه هيله څرګندوي.
د نړیوالې ټولنې رول
په دې سختو شرایطو کې د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې رول ډېر مهم دی. د بشري حقونو سازمانونه او هغه ډلې چې د رسنیو آزادۍ ملاتړ کوي، باید افغان خبریالانو ته مالي، قانوني او تعلیمي ملاتړ برابر کړي ترڅو هغوی وکولی شي خپل کار ته دوام ورکړي. د طالبانو پر وړاندې دیپلوماتیک فشار هم باید د رسنیو محدودیتونو پای ته رسېدو او د بشري حقونو د احترام لپاره د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي.
پایله
د طالبانو لخوا پر افغان رسنیو وروستي محدودیتونه، د مطبوعاتي آزادۍ او خپلواکه خبریالۍ راتلونکې په اړه یو تریخ انځور وړاندې کوي. دا محدودیتونه د رسنیو مخه نیسي چې خپل بنسټیز رول د حکومت پالیسیو د خپلواک څارونکي او نقاد په توګه ترسره کړي. په دې فضا کې، د افغان خبریالانو نړیوال ملاتړ او د رسنیو خپلواکۍ د ساتلو هڅې تر بل هر وخت زیات مهم دي. یوازې د آزادو رسنیو چاپیریال په رامنځته کولو سره، د افغانستان دیموکراسۍ او بشري حقونو د بیا ژوندي کولو هیلې ژوندۍ پاتې کېدای شي.