طرز پرس: د چین جنګي کښتۍ او جنګي الوتکې د تایوان څلور خواوې کلابندې کړي دي. چین په ښکاره اعلان کړی چې دا پوځي پرېد هغو خلکو ته ځواب دی چې د چین ملي حاکمیت ته غاړه نه ږدي.
په دې پوځي پرېد کې جنګۍ کښتۍ، څو ډوله جنګي الوتکې او نور قوتونه لېدل کيږي چې پر تایوان د برید لپاره د چین بشپړ چمتووالی څرګندوي. د تایوان دفاع وزارت ویلي چې د چین دا پوځي پرېد غیر منطقي دی او کولی شي د سیمې ثبات ته ګواښ پېښ کړي. ظاهراً د چین دا اقدام د تایوان د ولسمشر هغو څرګندونو ته ځواکمن ځواب کېدای شي چې څو مودې مخکې یې ویلي وو، په تایوان کې د چین حاکمیت نه مني.
چین هېڅکله د تایوان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ویلي یې دي چې تایوان د چین د تجزیه شوې خاورې یوه برخه ده او باید بېرته له چین سره یو ځای شي، خو له تایوان څخه د متحده ایالاتو نظامي ملاتړ یوازینی دلیل دی چې چین نهشي کولای په اسانۍ سره پر تایوان برید وکړي.