طرز پرس: مسکو اعلان وکړ چې د برېکس غړي هېوادونه د څو اړخیز نړیوال اقتصادي نظام رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دا ډله هېڅ داسې پلان نه لري چې د ناټو پر وړاندې په کوم پوځي اتحاد بدله شي.
مسکو دې سپیناوي ته تر هغه وروسته مجبوره شو، چې د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله په یوه مقاله کې وویل چې ښايي د برېکس ډله د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې پر یو پوځي خوځښت بدله شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر پر ۹مه، اعلان وکړ چې برېکس نه کوم پوځي ډله وو او نه به کوم پوځي خوښت وي. مسکو ويلي چې په وروستیو کې د برېکس د غړېو هېوادونو ترمنځ د نظر همغږي او اغېزمنې اړیکې هغه څه دي چې د بریټانیا د حکومت اندېښنه یې پارولې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د برېکس یوه اصلي موخه د عادلانه او څو اړخیز نړیوال اقتصادي نظام رامینځته کول دي.
مسکو: د برېکس ډله ناټو پر وړاندې په پوځي اتحاد نه بدلیږي
طرز پرس
22 میزان 1403