ان‌بی‌سي: اسرائیل پر ایران د برید لپاره خپل اهداف ټاکلي دي

طرز پرس

21 میزان 1403

OIP.jpg

طرز پرس: ان‌بی‌سي خبري شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل پر ایران د احتمالي برید لپاره خپل ځانګړي اهداف ټاکلي دي.
امریکايي چارواکو ان‌بی‌سي ته ویلي چې اسرائیل به د خپل «غچ اخیستونکي» برید په ترڅ کې د ایران پوځي زیربناوې او د انرژۍ تأسیسات په نښه کړي. تر دې مخکې د اسرائیل چارواکو ویلي وو چې د ایران اتومي مرکزونه د دوی د پوځي اجنډا په سر کې ځای لري؛ خو دغه امریکايي چارواکي ان‌بی‌سي ته ویلي، تر اوسه داسې هېڅ نښه نشته چې اسرائیل دې د ایران پر اتومي مرکزونو برید وکړي.
له دې سره سره، ان‌بی‌سي د دغو امریکايي چارواکو په حواله چې هویت یې نه دی څرګند شوی، ویلي چې اسراييل پر ایران د احتمالي برید په برخه کې یوازې لږه اندازه معلومات واشنګټن سره شریک کړي دي، خو د برید ټول جزئیات لاهم امريکايي چارواکو سره شریکه شوې نه ده.
په ورته مهال، اکسیوس هم راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر وړاندې د غچ اخیستونکي برید لپاره موافقه کړې ده. بل پلو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د اسرائیل د احتمالي برید په غبرګون کې ویلي چې ایران له برید هېڅ وېره نه لري، خو د جګړې پلوی نه دی.