امریکا او اسراييل له ایران پر غچ اخېستلو موافقې ته رسېدلي دي

طرز پرس

20 میزان 1403

OIP (2).jpg

طرز پرس: د امریکا ولسمشر جوبايډن او د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له ایران څخه پر غچ اخېستونکي برید موافقې ته رسېدلي دي.
اکسیوس د خپلو معتبرو سرچینو په حواله د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۱۱مه راپور ورکړ چې دا موافقه د ولسمشر جوبايډن او بنیامین نتانیاهو ترمنځ د چهارشنبې ورځې له ټلفني خبرو وروسته ترلاسه شوې ده. سپيڼه ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ د جوبایډن او نتانیاهو ترمنځ ټلفني خبرو په اړه جزييات خپاره کړي وو خو داسې څه یې نه وو ویلي؛ خو اوس اکسیویس وايي چې له دغه ټلفني خبرو وروسته، امریکا او اسراييل له ایران څخه پر غچ اخېستلو اختلاف نه لري. په دغه راپور کې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، چې دا برید کله او څنګه به ترسره کيږي؛ خو تر دې مخکې د اسراييل دفاع وزیر ويلي وو چې د دوی بريد به ډېر مرګونی، وېرونکی او په ناپامۍ کې ترسره شي.
اکسیوس لیکلي چې د واشنګتن او تل ابیب ترمنځ پر ایران د برید په برخه کې له موافقې سره سره؛ خو بیاهم ولسمشر جوبایډڼ په سیمه کې د کړکېج په ډېرېدو اندېښمن دی.