د نجونو ورځ: نړیوال جشن؛ خو افغانو نجونو لپاره ممنوعه هیلې

حاميه نادري

طرز پرس

20 میزان 1403

02.png

طرز پرس: د نجونو نړیواله ورځ د نړۍ په کچه هر کال د اکتوبر په ۱۱مه د نجونو لاسته راوړنو او وړتیاوو ته د درناوي په هدف لمانځل کيږي. دا ورځ یو فرصت دی چې د راتلونکې لپاره د نجونو پر حقونو او د هغوی په ظرفیتونو تمرکز وشي. خو په افغانستان کې، دا ورځ د درد او ظلم په یوه سمبول بدله شوې ده؛ هغه ورځ چې د دې هېواد د معاصر تاریخ له تیاره دورې یادونه کوي، هغه دوره چې د طالبانو تر واک لاندې نجونې له خپلو انساني حقونو محرومې شوي دي.

په افغانستان کې د نجونو ناوړه وضعیت:

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغان نجونو وضعیت په بې ساري ډول خراب شو. طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره، نجونې او ښځې له خپلو اساسي حقونو، لکه د تعلیم، کار او په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون حقونو څخه محرومې کړې. پر نجونو لګېدلي محدودیتونه نه یوازې قانوني نه دي؛ بلکې دا د هغوی پر هیلو، وړتیاوو او انسانیت مستقیم برید دی.

۱- تعلیم څخه محرومیت – د راتلونکي نسل پرېکون:

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې ډلې ظلمونه پر نجونو او ښوونځیو پلي شول. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول، او د میلیونونو نجونو خوبونه چې د زده کړو او ښه راتلونکي هیله یې لرله، ناڅاپه له منځه لاړل. په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د نجونو ورځ د تعلیمي لاسته راوړنو د نښې په توګه لمانځل کېږي، په افغانستان کې نجونې له خپل لومړني حق – د زده کړې حق – څخه محرومې شوې دي. دا محرومیت یوازې د لیک او لوست له زده کړې څخه محرومیت نه دی؛ بلکې دا یوه بشري ناورین دی چې د ټول هېواد راتلونکی په تیاره کې ډوبوي. هره نجلۍ چې له زده کړو پاتې شي، د افغانستان د پرمختګ او ودې یو بل بنسټ هم له منځه ځي.

۲- د جبري ودونو زیاتوالی – د نجونو د راتلونکي سودا:

کله چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول، د کورنیو پر نجونو د کم عمر ودونو فشار زیات شو. ډېرې کورنۍ د اقتصادي یا ټولنیزو دلایلو له مخې خپلې نجونې په کم عمر کې جبري ودونو ته اړ کړې. دا ودونه چې ډېری یې د فقر او د طالبانو د سختو سیاستونو له امله رامنځته کېږي، نجونې یوې داسې ژوند لارې ته سوق کوي چې له تاوتریخوالي، ظلم او د راتلونکي له هر ډول امید څخه ډکه ده. طالبان نه یوازې له نجونو د زده کړو او پرمختګ فرصت اخیستی دی، بلکې د دوی ژوند یې د فقر او ظلم تر منځ په یوه سودا بدل کړی دی.

۳- پر ښځو تاوتریخوالی او ظلم زیاتېدل:

طالبانو د خپلو ښځه ضد سیاستونو له لارې ټولنیز فضا د ښځو او نجونو لپاره په یوه بې پایه دوزخ بدله کړې ده. نجونې له دې حق څخه محرومې دي چې په ټولنه کې حضور ولري، کار وکړي او حتی آزادانه حرکت وکړي. پر زده کړو او کار باندې سخت محدودیتونه یوازې د دې ظلم یوه برخه ده؛ طالبان په عمل کې له ټولنیزې فضا څخه د نجونو په ویستلو سره پر دوی د تګ راتګ او ټولنیزو تعاملاتو په برخه کې سخت قوانین پلي کوي. افغان نجونې اوس په کورونو کې بندې دي، په داسې حال کې چې له کوره بهر هم له تاوتریخوالي او نیولو وېره لري.

۴- د خوبونو او د ښه راتلونکي د امید له منځه تلل:

د طالبانو سیاستونو نه یوازې د نجونو حقونه او آزادۍ له منځه وړي، بلکې هغوی یې له دې څخه هم محرومې کړې دي چې د ښه راتلونکي په اړه خوبونه ولري او هیله مندې شي. نجونې چې مخکې یې د زده کړو او کار لپاره هلې ځلې کولې، اوس په زوره په کورونو کې بندې دي او د خپلو خوبونو او ژوند د تباهۍ ننداره کوي. دا محرومیت د دې نجونو پر انسانیت او کرامت مستقیم تېری دی. طالبان د خپلو سیاستونو له لارې نه یوازې د نن، بلکې د افغانستان راتلونکې نسلونه هم بې لارې کوي.

پایله:

د نجونو نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د نجونو حقونه، وړتیاوې او هیلو ته درناوی وشي. خو په افغانستان کې، دا ورځ د هغو نجونو لپاره چې د طالبانو د واک لاندې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخې دي، د درد او محرومیت په یوه سمبول بدله شوې ده. د طالبانو سیاستونه نه یوازې د افغان نجونو راتلونکی، بلکې د ټول هېواد راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی دی. نړیواله ټولنه باید د دې جنایت پر وړاندې غلې پاتې نه شي. باید په پوره توان سره د افغان نجونو د حقونو او آزادیو د بېرته راګرځولو لپاره هڅې وشي، ځکه هره نجلۍ د دې مستحقه ده چې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره د برابر فرصتونو لرونکې وي.