طرز پرس: منځنی ختیځ تل د نړۍ له تر ټولو پېچلې او کړکېچنې سیمو څخه ګڼل شوې ده، چې په نړیوالو سیاسي لوبو کې یې مهم ځای موندلی دی. دا سیمه د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې د نړیوالو او سیمهییزو ځواکمنو قدرتونو ترمنځ د څو ځل تکرارېدونکو او ځینې وختونو د تاوتریخجنو شخړو ډګر پاتې شوې ده.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې، منځني ختیځ یوې نسبي ثبات ته ورسید، چې ډېری شنونکي یې د امریکا متحده ایالاتو د سخت دریځو سیاستونو پایله ګڼي، چې د ایران اسلامي جمهوریت او د دې هېواد نیابتي ډلو پر وړاندې یې درلودل. خو کله چې جو بایډن او کامالا هریس سپینې ماڼۍ ته ننوتل، دا نازک توازن ژر له منځه ولاړ او منځنی ختیځ بیا د اور په لمبو کې وسوځېد.
مشهور لیکوال او سیاسي شنونکی، ویکتور ډیویس هانسون، په نیویارک پوسټ کې په یوه مقاله کې د دې ناکراریو لاملونه څېړي او د بایډن او هریس حکومت رول په منځني ختیځ کې د پراخو کړکېچونو په رامنځته کولو کې ارزوي. نوموړی باور لري چې د جوبایډن او هریس غلط سیاستونه، په ځانګړې توګه د ایران او د دې هېواد متحدينو په اړه، منځنی ختیځ چې لږ څه آرام شوی و، خو بېرته یې په څو اړخیز جنګي ډګر بدل کړ.
پخوانی کراري او د بایډن په دوره کې د کړکېچونو را منځته کېدل
هانسون د خپلې مقالې په پیل کې یوې داسې دورې ته اشاره کوي چې منځنی ختیځ په نسبي ډول آرام و او ډېری دا نسبي آرامي د ټرمپ حکومت له خوا د ایران پر وړاندې د سختو سیاستونو له کبله رامنځته شوې وه. هغه د بایډن د ملي امنیت سلاکار، جیک سالیوان، خبرې را اخیستې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۹ مه، کې یې ویلي و: «اوسنۍ منځني ختیځ د تیرو دوو لسیزو په پرتله آرام دی.» خو یوازې اته ورځې وروسته، حماس په اسرائیل برید وکړ او منځنی ختیځ یو ځل بیا په ګډوډۍ او خونړیو جګړو کې ښکېل شو. هانسون له دې پوښتنې سره چې څه شی دغې آرامۍ ته د پای ټکی کېښود او ژر یې ګډوډي رامنځته کړه، پنځه مهم فاکتورونه په ګوته کړي چې د هغه په باور، د بایډن او هریس سیاستونه د منځني ختیځ بېثباتۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت د جسارت لامل شوي دي.
د سعودي عربستان پر وړاندې د بایډن خصمانه سیاست؛ د یوې ستراتیژیکې اړیکې ویجاړول
د ویکتور هانسون په نظر، د بایډن حکومت لومړنۍ ستراتیژیکه تېروتنه د سعودي عربستان په اړه د امریکا د سیاستونو بنسټیز بدلون و. د ټرمپ په دوره کې، سعودي د امریکا تر ټولو مهم سیمهایز متحد و، چې د ځواک د توازن په ساتلو کې یې مهم رول درلود. د امریکا نظامي او دیپلوماتیک ملاتړ په یمن کې د سعودي له جګړې سره مرسته کوله، څو د ایران اسلامي جمهوریت او د دې نیابتي حوثي ځواکونه مهار کړي.
خو کله چې بایډن سپینې ماڼۍ ته ننوت، هغه په سعودي کلکه نیوکه وکړه او د دې هېواد ملاتړ یې کم کړ. د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتي کمپاین کې، بایډن د یمن په جګړه کې د سعودي پر رول انتقاد وکړ او سعودي یې د بشري حقونو په نقض تورن کړ. له ولسمشر کېدو وروسته، بایډن نه یوازې نظامي او سیاسي ملاتړ کم کړ، بلکې حوثیان یې د امریکا له ترهګریزو ډلو له لېست څخه هم وایستل. د هانسون په باور، دا پریکړه د دې لامل شوه چې حوثیان لا زړور شي او په یمن کې جګړه لا سخته کړي.
هانسون وایي چې دا د امریکا د سیمهییزو متحدینو د کمزوري کولو لامل شو. د سعودي په کمزوري کېدو سره، ایران او نیابتي ځواکونه یې په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړ، په ځانګړې توګه په یمن کې.
د ابراهیم تړون؛ یوه له لاسه ورکړل شوې موقع
هانسون د بایډن حکومت یوه بله ستره تېروتنه د «ابراهیم تړون» ته ارزښت نه ورکول بولي. دا تړون د ټرمپ حکومت په نوښت رامنځته شو، چې موخه یې د اسراییل او منځلارو عربي هېوادونو ترمنځ همکارۍ زیاتول او د ایران په وړاندې یو متحد جبهه رامنځته کول و. هانسون باور لري چې بایډن د دې تړون په تقویه کولو کې پاتې راغلی او دې سره یې د منځني ختیځ د سولې او ثبات یو تاریخي فرصت له لاسه ورکړ. د بایډن حکومت د دې تړون پیاوړي کولو پر ځای، هغه ته ارزښت ور نه کړ، چې په پایله کې یې سیمهییز اتحادونه کمزوري شول.
د ایران د اتومي تړون احیا او د بندیزونو را کمول؛ د دښمنانو جرئت زیاتول
هانسون د بایډن د حکومت په ځانګړي ډول د ایران د اټومي تړون د بیا احیا هڅې تر ټولو لویه تېروتنه ګڼي. هغه باور لري چې دا هڅې نه یوازې ایران ته د زړورتیا زمینه برابره کړه، بلکې دا هېواد یې د اټومي وسلو تولید ته هم نږدې کړ. همدارنګه، د ایران پر نفتو د بندیزونو لغوه کول ایران ته دا فرصت ورکړ چې بیا په نړیوالو بازارونو کې خپل نفت وپلوري او له دې لارې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړي. د هانسون په وینا، دا پیسې ایران خپلو نیابتي ډلو لکه حماس، حزبالله، او حوثیانو ته ورکوي، چې د دوی ترهګریز فعالیتونه یې لا زیات کړي.
فلسطینیانو ته مالي مرستې بېرته ورکول؛ یو بې تضمینه اقدام
هانسون همدارنګه د بایډن حکومت لخوا فلسطینیانو ته د مالي مرستو بیا پیلول د کړکېچونو د زیاتولو یو بل لامل ګڼي. هغه باور لري چې بایډن دا مرستې پرته له دې چې له فلسطینیانو کوم امنیتي تضمین ترلاسه کړي، بیا پیل کړې، چې دا کړنه د فلسطین د تندلارو ډلو دښمنانه فعالیتونه په غیر مستقیم ډول تایید کړي.
پر اسرائیل د زغم فشار او پر ایران له برید څخه منع کول
د بایډن حکومت پر اسرائیل فشار راوړی چې د ایران د نیابتي ډلو لکه حماس او حزبالله پر وړاندې له پوځي غبرګون څخه ډډه وکړي. هانسون باور لري چې دا سیاست اسرائیل کمزوری کړی او ایران ته یې دا پیغام ورکړی چې د امریکا او اسرائیل تر منځ فاصله رامنځته شوې ده.
پایله: په منځيني ختيځ کې د بایډن او هریس کړکېچزیږونکی میراث
هانسون دې پایلې ته رسیږي چې د بایډن او هریس حکومت د منځني ختیځ د یوې له بحران ډکې دورې لامل شوی دی. د هغوی سیاستونه نه یوازې د امریکا د دښمنانو پیاوړتیا لامل شوې، بلکې د متحده ایالاتو او اسرائیل ترمنځ اتحاد ته یې سخت زیان رسولی دی.