د اسراييل جاسوسان ۹ کاله د حزب الله په جیبونو کې

طرز پرس

15 میزان 1403

R.jpg

طرز پرس: د اسراییل جاسوسانو نږدې ۹ کاله د حزب الله ټول پټ معلومات د پیجرونو له لارې اورېدلي دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې د اسراییل استخباراتي سازمان موساد نږدې ۹ کاله د حزب الله ډلې څارنه کړې او د حزب الله د ټولو پټو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یې دغو پیجرونو ته چاودنه ورکړې. واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې زیاته کړې چې موساد د حزب الله پیجرونه او مخابراتي وسیلې داسې جوړ کړي وو چې نه یوازې د هغوی غږونه واوري، بلکې وروسته وتوانيږي د حزب الله د اړیکو وسایل په بمونو بدل کړي.
په راپور کې راغلي چې موساد له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حزب الله مخابراتي وسایل بدل کړي وو او له هغوی څخه یې تر اوسه استخباراتي ګټه اخیسته. دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران ډېریو غړو هم له همدې پیجرونو څخه استفاده کوله، او اوس دا احتمال هم شته چې موساد د ایران په پیجرونو او استخباراتي وسایلو کې هم نفوذ کړی وي.