طرز پرس: امریکایي رسنیو د ډونالد ټرمپ په حواله ليکلي چې که هغه د اسراييل پرځای وای نو هرو مرو به یې د ایران اټومي مرکزونه په نښه کول.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په شمالي کارولینا کې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په دوام کې یوې غونډې ته وکړې او د ایران پر وړاندې د اوسني ولسمشر جوبایډن هغه خبرې یې لویه تېروتنه وبلله چې د ایران پر اټومي مرکزونو د برید پر نه کولو یې ټینګار کړی وو.
ډونالډ ټرمپ د جوبایډن دا خبرې یې مسخره وبللې او وویل چې ښاغلی بایدن په غلطه لاره روان دی. فاکس نیوز د ټرمپ په حواله لیکلي: «اسراییل باید د ایران په اټومي مرکزونو برید وکړي.»
ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې خبرداری ورکړ چې د ایران د اټومي مرکزونو پراختیا او وده کول، په منځني ختیځ کې امریکا لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.
ټرمپ: که د اسراييل پرځای وای د ایران اټومې مرکزونه مې په نښه کول
طرز پرس
14 میزان 1403