طرز پرس: په داسې حال کې چې د اسراییل چارواکي د ایران توغندیز برید ته پر سمدستي ځواب ورکولو ټینګار کوي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، چې واشنګټن او تل ابیب به د ایران پر وړاندې ژر پرېکړه ونه کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر نن د جمعې په ورځ، د تلې۱۳مه، په خپل تازه بیان کې ټینګار وکړ چې لومړی باید د ایران پر وړاندې د بندیزونو د لګولو اغېز و ارزول شي، ځکه چې د نوموړي په وینا، دا چاره څومره اغېزمنه تمامېدای شي.؟ جوبایډن وویل چې اسراییل تر اوسه پورې د ایران پر ضد د غچ اخیستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې. هغه ټینګار وکړ چې د ایران د نفتو او اټومي مرکزونو برید پر ځای لومړی باید نورو بدیلو لارو باندې غور وشي.
ولسمشر جوبایډن زیاته کړه: «موږ او اسراییل به د ایران په وړاندې سمدستي پرېکړه ونه کړو او د نورو خبرو پایلو ته به منتظر پاتې شو. اوس مهال د ایران پر وړاندې د بندیزونو سختول ارزوم.» جوبایډن وویل چې د امریکا او اسراییل لوړپوړي چارواکي لا هم د ایران پر وړاندې د ځواب ورکولو په اړه سلا مشورې کوي. هغه د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ: «زه به نړۍ په منځني ختیځ کې د سولې لپاره بسیج کړم.»
د جوبایډن دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په تل ابیب کې د ایران توغندیز بریدونه "لویه تېروتنه" بللې او ویلي یې دي چې تهران به د دې تېروتنې قیمت پرې کړي.
جوبایډن: اسراييل د ایران پر وړاندې بېړنۍ پرېکړه نه کوي
طرز پرس
14 میزان 1403