ایران: له اسراییل سره مرسته کوونکي هېوادونه به مشروع هدف وبلل شي

طرز پرس

13 میزان 1403

OIP (4).jpg
طرز پرس: ایران خبرداری ورکړی چې له اسراييل سره مرسته کوونکي هېوادونه د دوی د مشروع هدف په توګه په نښه کيږي. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د اسراییل او ایران تر منځ مداخله ونه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «هیوادونه باید خپل ځانونه له دې جګړې لرې وساتي.» د ایران استازولۍ زیاته کړې: «که کوم هیواد یرغلګر سره مرسته وکړي، هغه هیواد به د جرم شریک او هم به مشروع هدف وبلل شي.» دغه استازولۍ همدارنګه ويلي چې په تهران کې د سویس سفارت، د امریکا د ګټو ساتونکی او متحده ایالاتو ته د ایران د پیغام د ليږدولو یوازینی ادرس دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، د ایران د برید په غبرګون کې ګواښ وکړ چې تهران یوه لویه تېروتنه کړې ده او باید د دې تېروتنې بیه پرې کړي. له بلې خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې دی د ایران پر اتومي مرکزونو د غچ اخیستونکي برید مخالف دی. ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ د تلې ۱۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې په اتومي مرکزونو برید «ډېر خطرناک» وباله او ویې ویل چې دا کولای شي منځنی ختیځ په یوه بشپړه جګړه کې ښکېل کړي.