طرز پرس: د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسراییل چارواکو واشنګټن ته دا پیغام رسولی چې پر ایران د برید ځنډ د هغه اغېزمنتوب کموي.
رویټرز لیکلي چې اسراییل غواړي پرته له ځنډه پر ایران برید وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییل چارواکي اوس مهال په دې بوخت دي چې د برید اهداف او دقیقه نېټه وټاکي او دا احتمال شته چې دا برید ډېر ژر ترسره شي. په راپور کې د اسراییل د غچ اخېستونکي برید جزئیات نه دي خپور شوي، خو د اسراییل رسنیو نن ويلي وو چې د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د اسراییل اقدام به یوازې یوه هوايي برید نه وي. اسراييلي ورځپاڼې یدیعوت اخرونوت، لیکلي چې اسراییل ښايي د ایران اتومي مرکزونه او دفاعي سیستمونه په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوو هېوادونو مشرانو نن اعلان وکړ چې د ایران د توغندیزو بریدونو غوره ځواب د نویو بندیزونو لګول دي او دا پرېکړه د منځني ختیځ ثبات او امنیت ته په پام سره نېول شوې ده. د امریکا ولسمشر جوبایډن هم اعلان کړی چې د ایران پر اتومي مرکزونو له برید سره مخالف دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتیو میلر، نن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسراییل به د جوبایډن خبرو ته پام وکړي او که نه، وویل چې اسراییل د یو «خپلواک هېواد» په توګه خپله پرېکړه کولی شي، خو امریکا هڅه کوي چې په دې ځوابي اقدام کې د دواړو هېوادونو ګټې په منځني ختیځ کې خوندي شي.
رویټرز: اسراییل غواړي ډېر ژر پر ایران بريد وکړي
طرز پرس
12 میزان 1403