جوبایډن: داسې ښکاري چې د ایران برید فعال نه وو

طرز پرس

11 میزان 1403

OIP.jpg

طرز پرس: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن پر اسرايیل د ایران توغندیز برید «غیرفعال» بللی او ویلي یې دي چې دا برید ډېر «اغېز» نه درلود.
ښاغلي بایډن دا څرګندونې تېره شپه د تلې ۱۰مه، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ملي امنیت چارواکو سره د ایران د توغندیزو بریدونو له لومړنیو ارزونو وروسته کړې دي. سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران برید «فعال» نه و، خو په هر حالت کې امریکا به د اسرائیل تر څنګ پاتې شي او د تهران پر وړاندې به د تل آویو ملاتړ وکړي.
سپینې ماڼۍ د جوبایډن په حواله لیکلي: «د ملي امنیت شورا تل له اسرائیل سره په اړیکه کې ده او په دې اړه سلا مشورې کوي چې د ایران برید ته څنګه ځواب ورکړي.»
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان هم ویلي و چې ولسمشر جوبایډن له خپل امنیتي ټیم سره د ایران برید ارزولی او د لومړنیو ارزونو له مخې دا برید دومره «اغېزناک» نه و.