نتنياهو: ایران لوی تېروتنه وکړه او د هغې بیه به پرې کړي

طرز پرس

11 میزان 1403

OIP (6).jpg
طرز پرس: د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنياهو تر هغه وروسته چې په تل آویو کې حالات ارام شول، په یوه بیانیه کې په ښکاره ګواښ وکړ چې د نن شپې د توغندیزو بریدونو عاملين به په نښه کوي.
په دې لنډه بیانیه کې چې د اسرائيل په دولتي شبکه کې خپره شوې، نتنياهو د ایران توغندیزو بریدونو پر وړاندې د متحده ایالاتو له ځواکونو د خپل هېواد د دفاعي سکتور څخه ملاتړ له کبله، مننه کړې ده. نوموړي په دې بیانیه کې وویل: «ايران نن شپه یوه لویه تېروتنه کړې، او د هغه بیه به پرې کړي.» نتنياهو همدارنګه یوځل بیا خپل په پخواني دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ پخپلو خبرو ولاړ يو، هر څوک چې پر موږ برید وکړي – موږ به پرې برید وکړو.»
بل خوا، د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، د اسرائيل احتمالي ځواب ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې دا برید به «ستر او ځواکمن» وي. هغه زیاته کړې چې د اسرائيل احتمالي ځواب به نه یوازې د حزب الله توغندي په لبنان کې له منځه یوسي، بلکې د هغه په وینا، «د ايران اټومي مرکزونه او د سپاه پاسداران قرارګاوې» به هم په نښه کړي.