نتانیاهو: نور حزب الله د السنوار چیغې نه شي اورېدلی

طرز پرس

8 میزان 1403

F230410TN021-e1681153527609-400x250.jpg

طرزپرس: د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ بیانیه کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اسراییل د ایران په ګډون، ټول منځني ختیځ ته لاسرسی لري.
د اسراییلو صدراعظم د شنبې په ورځ، د سپتمبر ۲۸مه، وویل: «موږ یو لوی تباه کار حسن نصرالله، وواژه. د نصرالله له منځه وړل، د شمالي اسراییلو د اوسیدونکو د بیرته ستنیدو لپاره مهم شرط وو.» بنیامین نتانیاهو چې د حسن نصرالله په وژل کېدو خوښ ښکارېده، فلسطیني ډلې حماس ته په اشارې سره وویل، «که السنوار هر څومره چیغې ووهي، نور حزب الله د هغه مرستې ته نه‌شي رسېدلی.»
دغه اسراییلي چارواکي زیاته کړه: «نصرالله موږ د سپن‌لې تار ګڼلی و، خو موږ ورته د فولادو رسۍ وښودله.» بنیامین نتانیاهو د خپلو خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په منځني ختیځ او ایران کې هیڅ داسې ځای نشته چې د اسراییلي ځواکونو له نظره پټ پاتې شي. په همدې حال کې، رویټرز راپور ورکړی چې د ایران مشر علي خامنه‌اي د حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته، د سختو امنیتي تدابیرو لاندې یو «امن» ځای ته لیږدول شوی.