جوبایډن: د حسن نصرالله وژل کېدل د عدالت پلي کېدل دي

طرز پرس

8 میزان 1403

OIP (2).jpg

طرزپرس: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن، د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل د عدالت د تامین لپاره یو اقدام بللی دی.
ښاغلي بایډن نن شنبه، د سپتمبر ۲۸مه، په یوه بیان کې وویل چې حسن نصرالله، زرګونه امریکایان، اسراییلیان او د لبنان وګړي قرباني کړی او د نوموړي په وینا، اوس عدالت تامین شوی دی. جوبایډن په دې بیان کې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د امریکا متحده ایالات به «د ایران په ملاتړ د هر ترهګریز ګروپ پر وړاندې د اسراییلو ملاتړ کوي.»
هغه زیاته کړه چې د ایران په ملاتړ د ترهګریزو ډلو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره یې پنتاګون ته سپارښتنه کړې چې په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو دفاعي کرښه پیاوړې کړي. جوبایډن د دې بیان په پای کې ټینګار وکړ چې په ټوله کې د امریکا هدف په غزه او لبنان کې د روانو جګړو د کمولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو عمل کول دي.