د اروپایي ټولنې یو چارواکی: امریکا او هېڅ قدرت د نتانیاهو مخه نه شي نیولی

طرز پرس

7 میزان 1403

1796281838.jpeg

طرز پرس: د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو سیاسي مسئول، جوزپ بورل وایي چې امریکا او هېڅ ځواک نه شي کولی د بنیامین نتانیاهو مخه ونیسي.
هغه د جمعې په ماښام، د سپتمبر په ۲۷مه نېټه، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې اروپا او امریکا یواځې دپلوماټیک فشار راوستلی شي، خو د هغه په وینا، دا فشارونه هم نشي کولی په لبنان او غزې کې د اسراییل د بریدونو درول تضمین کړي. دغه اروپایي چارواکي زیاته کړه: «موږ ټول دپلوماټیک فشارونه راوړو تر څو اوربند وشي، خو داسې ښکاري چې هیڅوک د نتانیاهو مخه نه شي نیولی.»
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو سیاسي مسوول خبریالانو ته وویل، نتانیاهو ټيڼګه اراده لري چې په لبنان کې د حزب الله ډله ختمه کړي. فرانس پریس د اروپایي ټولنې د دغه مسئول په حواله لیکلي چې که هدف د حزب الله له ختمولو هماغه وي چې د حماس د ختمولو لپاره ترسره شو، «نو په دې صورت کې به موږ د اوږدې جګړې شاهدان یو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې اسراییل تېره ورځ په بیروت کې د حزب الله په مرکزي دفتر درنه بریدونه وکړل چې له امله یې شپږ استوګنیزې ودانۍ ونړېدې. اسراییل اعلان وکړ چې د دې لوی برید هدف د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله وژل و، خو رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې هغه ژوندی او روغ دی.