پوتین: له لویديځو وسلو سره برید ته، اټومي ځواب ورکوو

طرز پرس

5 میزان 1403

ريال.jpg

طرز پرس: د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې د اوکراین لخوا پر روسیې د لویدیځو توغندیو پر مټ ترسره کېدونکو احتمالي بریدونو ته، له اټومي وسلو سره ځواب ورکوي.
ولاديمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د سېپټمبر ۲۵مه، د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د لویدیځو توغنديو پر مټ د بریدونو په اړه ورستیو اندېښنو ته د کرملین پر احتمالي ځواب خبرې وکړې. هغه وویل که برید د یوه اټومي ځواک په ملاتړ وي، دا به د ګډ برید په توګه وبلل شي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه: «که پر روسیې د یوه غیر اټومي هېواد له لوري برید وشي، خو د یوه اټومي هېواد په ملاتړ یا مرسته، دا به د دوی ګډ برید وبلل شي.» نوموړي د روسیې د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې په ورستیو کې سیاسي معادلې په پراخه کچه د بدلېدو په حال کې دي او دا بدلونونه نوې اندیښنې رامنځته کړي دي. پوتین ټینګار وکړ چې کرملین به هر ډول برید ته، که د لویدیځو وسلو له لوري پر روسیه یا د روسیې پر متحد بلاروس ترسره شي، اټومي ځواب ورکوي.
پوتین په پای کې د روسیې د اټومي وسلو د کارولو شرایطو ته اشاره وکړه او وویل که د روسیې پر خاوره د توغندیو، الوتکو یا بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخ بریدونه ترسره شي، نو روسیه به د اټومي وسلو د کارولو امکان په پام کې ونیسي.