نتانیاهو د لبنان خلکو ته په خطاب کې: حزب‌الله ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو ژوند په خطر کې واچوي

طرز پرس

2 میزان 1403

OIP.jpg

طرزپرس - د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لبنان خلکو ته خبرداری ورکړی چې له خطره ځانونه لرې وساتي او اجازه ور نه کړي چې حزب‌الله یې ژوند په خطر کې واچوي.
نتانیاهو دا څرګندونې نن دوشنبه (د سپتمبر ۲۳مه) په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي. هغه د لبنان خلکو ته په خطاب کې وویل: «له خطره لرې شئ، کله چې زموږ عملیات پای ته ورسېدل، تاسو کولی شئ خپلو کورونو ته را ستانه شئ.» بنیامین نتانیاهو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تر دې څو ساعته وړاندې تل‌اویو اعلان وکړ چې په لبنان کې یې د حزب‌الله له ۸۰۰ زیاتو مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د اسراييل په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان، چې ۲۱ ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.
نتانیاهو په دې ویډیويي پیغام کې پر حزب‌الله تور پورې کړ چې له ولسي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. نوموړي د لبنان خلکو ته په خطاب کې وویل: «حزب‌الله تاسو د انساني سپر په توګه کاروي. ستاسو په ګراج راکټونه ځای پر ځای کوي. حزب‌الله ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو او ستاسو د دوستانو ژوند په خطر کې واچوي.»