د تایوان دفاع وزیر: له اسراییل سره د مخابرو په اړه هېڅ راز معلومات نه دي شریک شوي

طرز پرس

29 سنبله 1403

475087.jpg

په تايواني شرکت کې د اسراییل د استخباراتي شبکې د نفوذ په اړه تر راپورونو وروسته، چې ویل کیږي لبنان ته یې مخابرې جوړې کړي دي، اوس د تایوان دفاع وزیر وايي چې له تل آویو سره د دغو مخابرو د جوړولو په اړه یې هېڅ راز مخکیني معلومات نه دي شریک کړي.
طرز پرس: د تایوان دفاع وزیر ولینګتون کو، پنجشنبه، د سپټمبر ۱۹مه، د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تایوان له اسراییل سره د دغو مخابرو د جوړولو په اړه هیڅ مخکیني معلومات نه دي شریک کړي. د تایوان دفاع وزیر زیاته کړه چې د تایوان امنیتي بنسټونه له نږدې دا موضوع څاري او د دې لپاره چې خپلې پلټنې بشپړې کړي؛ نو لږ وخت ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې چاودل شوي مخابرې د Rugged Pager AR-924 ماډل نښې لري، خو د دغو مخابرو تایواني جوړونکي شرکت، ګلد آپولو، ویلي چې په دغو مخابروکې د دغه شرکت له لوګو سره سره، خو دوی نه شي کولای تایید کړي چې دا د دې شرکت تولید دی.