ټرمپ: د جوبایډن او کاملا هریس پاروونکي خبرې لامل کیږي چې زه په نښه شم

طرز پرس

27 سنبله 1403

trump-89291.jpg

د امریکا مخکینی ولسمشر او د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ، وايي چې په هغه باندې د ډزو عامل د اوسني ولسمشر جو بایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هریس له خبرو څخه اغېزمن شوی دی.
طرز پرس - ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د وږي ۲۶مه، فاکس نیوز ته وکړې او د جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هریس خبرې یې د خپل ځان په وړاندې «پاروونکې» وبللې. نوموړي زیاته کړه چې پر هغه د ترور د ناکامې هڅې عامل «د بایډن او هریس په خبرو باور درلود او د هغوی د خبرو پر اساس یې دا اقدام وکړ.»
ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې وویل: «د هغوی [جو بایډن او کاملا هریس] پاروونکي خبرې لامل کېږي چې زه د ډزو هدف وګرځم.»
ډونالډ ټرمپ د خپلو ادعاوو د روښانه کولو لپاره د جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هریس هغه څرګندونو ته اشاره وکړه چې څو ورځې وړاندې یې نوموړی د «ډموکراسۍ لپاره یو ګواښ» ګڼلی و. ټرمپ وویل چې سیالان یې د هغه پر وړاندې «ډېر پاروونکي» ژبه کاروي او هغه هم کولای شي له داسې ژبې څخه کار واخلي، «آن تر هغوی ډېر ښه»، خو غوره ګڼي چې دا کار ونه کړي.