د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر لویديځ له سختو نیوکو چې ګواکې اوکراین ته یې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه کې ځنډ کړی، ویلي چې لویدیځ ان د اوکراین د مرستې په اړه له خبرو ویره لري.
طرز پرس - زیلینسکي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د وږي ۲۳مه وکړې او یو ځل بیا یې له خپلو لویدیځو متحدینو وغوښتل چې کییف ته د روسیې د توغندیو په مقابل کې بدیل حل لارې وړاندې کړي. زیلینسکي په دې خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې: «که ستاسو لویدیځ متحدین کولی شي د اسراییل په اسمان کې توغندي راوغورځوي، نو ولې ورته پریکړه د روسیې د توغندیو د راپرځولو لپاره د اوکراین په اسمان کې نه نیول کیږي؟» وویل: «هغوی ان له دې ویره لري چې دا بحث مطرح کړي.»
د زیلینسکي دا سختې نیوکې ښایي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي خبرو ته ځواب وي، چې هغه هم د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا د اوکراین لپاره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه په محدودیتونو کې د بدلون هیڅ پلان نه لري.
زیلینسکي: لویدیځ ان اوکراین ته د مرستې په اړه له خبرو ویره لري
طرز پرس
24 سنبله 1403