اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازې په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین تر خبرداري وروسته چې دا کار یې د ناټو او روسیې ترمنځ د مستقیمې جګړې اعلان ګڼلی، اوس واشنګټن وايي چې امریکا په هغو محدودیتونو کې د بدلون هیڅ پلان نه لري چې په اوکراین د لرې واټن ويشتونکو توغندیو د کارولو په اړه وضع شوي دي.
طرز پرس - د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته د سپټمبر۱۳مه، په یوه خبري غونډه کې کړې دي. نوموړي په دې خبري غونډه کې زیاته کړه: «په دې برخه کې زموږ په سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دولتي رسنیو د جمعې په ورځ د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حواله راپور ورکړی، که لوېدیځ اوکراین ته د روسیې پر خاوره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړي، دا به د ناټو او روسیې ترمنځ د مستقیمې جګړې د اعلان په مانا وي.
واشنګټن: لرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه د اوکراین پر وړاندې د امریکا سیاست نه دی بدل شوی
طرز پرس
24 سنبله 1403