د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه، د روسیې پر وړاندې د جګړې اعلان ګڼل کېږي.
طرز پرس - احتمالاً پوتین دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرو ته په غبرګون کې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ خپل بریتانیايي سیال سره په کیف ک یوې ګډې خبري غونډې ته ويلي وو چې د متحده ایالاتو مشر جوبایډن به اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د کارولو اجازې په اړه له خپلو متحدینو سره مشورې وکړي. د دواړو هېوادونو وزیرانو په دې ګډه خبري غونډه کې وویل چې روسیې ته د ایران په لاس جوړ شوي د بالستیکو توغنديو استول، کېدای شي د جګړې معادله بدله کړي.
د روسیې دولتي رسنیو د جمعې په ورځ د ولادیمیر پوتین له خولې راپور ورکړی چې نوموړي د همدې خبرو په غبرګون کې ويلي، که لویدیځ اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړي، دا به په دغه جګړه کې یقیناً د ناټو د مستقیم ګډون په مانا وي.
پوتین: اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه له روسیې سره د جګړې اعلان دی
طرز پرس
23 سنبله 1403