پوتین: د امریکا چلند یو نظامي سیالۍ ته لمن وهلی شي

طرز پرس

21 سنبله 1403

OIP.jpeg

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، امریکا غواړي په نړۍ کې د واک توازن له منځه یوسي؛ خو روسیه به هېڅکله ورته دا اجازه ور نه کړي.
طرز پرس - د روسیې ولسمشر د «سې شنبې په ورځ، د وږي۲۰مه» خبرداری ورکړ چې د امریکا دغه کړنې به د یو نظامي سیالۍ لامل شي. پوتین دا خبرې د «اوقیانوس ۲۰۲۴» یعني د روسيې سمندري ځواکونو تر ټولو په ستر پرېد کې وکړې. نوموړي وویل چې غواړي خپل سمندري ځواکونه پیاوړي کړي.
هغه زیاته کړه: «امریکا په یرغلیزو اقداماتو سره غواړي چې پوځي برلاسی ترلاسه کړي، او د دې له مخې د آسیا او ارام اقیانوس په سیمه کې د امنیتي جوړښت ګډوډ او توازن له منځه یوسي. امریکا پرته له دې چې د خپلو اروپايي او آسیایي متحدینو امنیت په پام کې ونیسي، عملاً د یوې نظامي سیالۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.»
پوتین په دوام کې ټینګار وکړ چې روسیه د هر ډول احتمالي تحول لپاره چمتو ده او د روسیې وسله‌وال ځواکونه کولی شي په هره برخه کې، په ځانګړې توګه په سمندري او اوقیانوس سیمو کې، هر ډول احتمالي نظامي یرغل ته پر خپل وخت ځواب ورکړي. پوتین زیاته کړه: «سمندري ځواک په داسې دندو کې مهمه ونډه لري.»