اروپايي ټولنه: ایران لخوا روسیې ته د بالستیک توغندیو په استولو خبر یو

طرز پرس

20 سنبله 1403

OIP (3).jpeg

اروپايي ټولنه وايي چې ایران لخوا روسیې ته د بالستیک توغنديو پر استولو خبر دي او که دغه راپورونه ثابت شي، نو پر ایران به سخت بندیزونه ولګوي.
طرز پرس - رویټرز د دوشنبې په ورځ د وږي ۱۹ مه، د اروپايي ټولنې ویاند پیټر استانو په حواله راپور ورکړی چې د دغې ټولنې د غړي هېوادونو د موثقو معلوماتو پر بنسټ، ایران روسیې ته بالستیک توغندي لیږلي دي. کریملین هم د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د مسکو او تهران ترمنځ همکارۍ به دوام ولري، خو د تهران څخه د بالستیک توغندیو د ترلاسه کولو په اړه یې څه نه دي ویلي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ایران لخوا روسیې ته د بالستیک توغندیو لیږل به د کړکېج د زیاتوالي په مانا وي. خو تهران په دغه خبر ژر غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې دا ډول راپورونه حقیقت نه لري. د سپاه پاسداران یو چارواکي ویلي چې په اوسني شرایط کې د داسې راپورونو خپرول د ایران پر ضد د «رواني جګړې» یوه برخه ده.