د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ له کاملا هرېس څخه د پوتین ملاتړ ته په غبرګون کې وايي، چې پوتین لکه د شطرنج یو لوبغاړی دی او د ده له سیالې کاملا هرېس څخه یې یوازې په شوخۍ ملاتړ کړی دی.
طرز پرس - د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې په همدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې ډونالډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي او که کامالا هرېس د امریکا په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو داسې به ونه کړي. پوتین په داسې حال کې چې په شونډو یې مسکا ښکارېده، زیاته یې کړه: «د کامالا هریس خندا ښيي چې نوموړې له هېڅ شي سره کومه ستونزه نه لري.»
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ، په داسې حال کې چې له خپلې سیالې کاملا هرېس سره په ټاکنيزو سیالیو بوخت دی؛ خو وايي چې د ده له رقیب څخه د پوتین ملاتړ په ده باندې بده لګېدلې. ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ویسکانسن ایالت کې خپلو پلویانو ته په یوه ټاکنیزه غونډه کې وویل چې «ټرمپ لکه د شطرنج لوبغاړی دی» ټرامپ په دغه غونډه کې د پوتین ارامه مسکا ته په اشارې سره وویل چې د هغه ملاتړ له کامالا هریس څخه یو ډول ټوکه وه او حقیقت به ونه لري.
ټرمپ: پوتین لکه یو شطرنجباز دی
طرز پرس
19 سنبله 1403