تازه خبرونه

OIP (1).jpeg

سراج الدین حقاني: باید داسې ونه کړو چې نور له دندې ګوښه او ځان په دندو وګمارو

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دولتي اداروکې د پخواني حکومت کارکوونکو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې نیمګړتیاوو ته ګوته نیول او د پخوانیو مامورینو ګوښه کول د طالبانو ضعف او کمزورتیا په ډاګه کوي.
25.thumb.jpg

مکرون: افغانې ښځې باید راتلونکي ته هیله‌من وي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ومنله چې افغانې مېرمنې د امریکا د وتلو له پرېکړې تر ټولو ډېر زیانمنې شوې او هره ورځ دا لوړ قیمت پرې کوي.
145d58e0-ee36-11ed-b8ba-03e4a3c90285.jpg

متقي: نړۍ یوازې فرمایش راکوي، خو هېڅ همکاري نه کوي

د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې نسبتا سختو سیاستونو په پایله کې، داسې ښکاري چې طالبان هم له دې پروسې ستړي شوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په وړاندې "مسؤولانه" چلند وکړي.
OIP (4).jpeg

واشنګټن له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو په اړه راپورونه بې بنسټه وبلل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ په اړه راپورونه رد کړل او دا تورونه یې په بشپړه توګه بې اساسه وبلل.
US-Deputy-Amb.jpg

افغانستان لپاره د دوحې څلورمه ناسته ترسره کیږي

د امریکا د متحده ایالتونو یوه جګپوړې ډیپلوماټ د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د طرز پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډکر په قطر کې له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل چې د دوحې د څلورمې ناستې پلان هم د ملګرو ملتونو په اجنډا کې دی.
kamala-harris-t.jpg.webp

کاملا هریس: ټرمپ او ټرمپ په څېر خلک ښه پېژنم

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هریس چې ټاکل شوې د امریکا په راتلونکو ټاکنوکې د جوبایډن پر ځای له ډونالډ ټرمپ سره ټاکنیزو سیالیو کې ګډون وکړي، وویل چې ټرامپ او ټرمپ په څېر خلک ښه پېژني.
6a25d942-5b92-47aa-a22d-40ffb496b4f8.jpg

فضل الرحمان: طالبان نصاب بدلوي، څو پاکستان پر وړاندې د افغانانو منفي ذهنیت بدل کړي

د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تازه ویلي چې طالبان غواړي د افغانستان په نصاب کې د دې لپاره بدلون راولي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو منفي ذهنیت بدل کړي.
1edca830-5384-11ee-ae9b-cb5c4eb9b267_800_420.jpeg

له ټاکنو د بایډن پر تېرېدو غبرګونونه / ټرمپ: بایډن له پیل څخه دا وړتیا نه درلوده

تر هغه وروسته چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه د وتلو پرېکړه اعلان کړه، د هغه سخت سیال ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، چې بایډن له پیل څخه دا وړتیا نه درلوده او باید نه وای نوماند شوی.
482a05c4-d1f2-4941-83da-0ddccfe03e85.jpg

د روسیې سفیر: افغانستان کې د لا ډېرو قونسلونو د پرانيستلو امکان، نه ردوم

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې مسکو په افغانستان کې د لا ډېرو قونسلګریو د پرانستلو احتمال نه ردوي.
OIP (2).jpg

بنو کې پر دویمه ورځ ولسي اعتراضات، د پوځ پرونۍ ډزو کې ۵ وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

د طرز پرس د راپور پر بنسټ، پښتون ژغورنې غورځنګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په بنو کې اعتراضي پرلت پیلوي. دا اقدام تر هغه وروسته کیږي چې پرون د جمعې په ورځ د جولای۱۹مه، د پاکستان پولیسو پر لاریونوالو نیغ په نیغ ډزې وکړې او لږترلږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.