بنو کې پر دویمه ورځ ولسي اعتراضات، د پوځ پرونۍ ډزو کې ۵ وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

طرز پرس

30 سرطان 1403

OIP (2).jpg

د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځ له پرونۍ ډزو وروسته، نن شنبه هم ولسي اعتراضات پلان شوي او دوام لري.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، پښتون ژغورنې غورځنګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په بنو کې اعتراضي پرلت پیلوي. دا اقدام تر هغه وروسته کیږي چې پرون د جمعې په ورځ د جولای۱۹مه، د پاکستان پوځيانو پر لاریونوالو نیغ په نیغ ډزې وکړې او لږترلږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.
په خیبرپښتونخوا کې د عامه روغتون مسوولینو رسنیو ته ويلي چې د یو شمېر ټپیانو حالت هم نازک ښودل شوی دی. بل پلو د خیبرپښتونخوا حکومتي ویاند بیرسټر سیف بیا بي‌بي‌سي ته ویلي چې د ناامنیو پېښو ډېرېدو پر خلاف د خلکو پر "امن مارچ" د ډزو دا پېښه څېړل کېږي. هغه ویلي په ډزو کې ښکېل کسان به مالوم او د قانون له مخې به مجازات شي.