تازه خبرونه

maxresdefault.jpg

د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

طالبانو اعلان وکړ چې د روانې اونۍ چهارشنبې ورځ د دغې ډلې د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.
web1_14775439-67cc1fedba47425a95c67f8bad1c86da.jpg

ایران د ټرمپ د کمپاین د داخلي ارتباطاتو د هيک کولو مسؤل پېژندل شوی

د متحده ایالاتو په ټاکنوکې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ټاکنیز مسؤلین ادعا کوي چې ایران د ټرمپ د کمپاین یو شمېر داخلي اړیکې هيک کړې دي.
5c653f279ded9abe67e670a58ee8e799.jpg

ترکمنستان: موږ د تاپي پروژې د عملي کار پیل لپاره چمتو یو

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د تاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره پوره چمتووالی لري او په نږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د تاپي پروژې عملي کار پیل شي.
f1e7c37ec52e51203d082ae2e322363dc65b72a8-1080x713.jpg

حقاني: د بښنې له فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې

د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني ادعا کوي چې د بښنې له عمومی فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې او هېڅوک هم دا ثابتولی نه شي چې طالبان دې دا فرمان نقض کړې وې.
300.jpeg

ایراني پولیسو له ۱۰ تر ۱۷ کلن افغان کډوال یې نیولي او پوځي مرکزونو ته یې لېږدولي

یوې ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د ایران پولیسو داسې افغان کم عمر لرونکي کډوال یې هم نيولي چې عمرونه یې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، او دا په داسې حال کې چې هغوی د اوسېدو اړوند اسنادونه هم لري.
Pakistan Army Fresh Wallpapers 2013 (1).jpg

پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي برید له کبله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې 'ای اېس پي ار' په یوه بیان کې ویلي، چې دا برید د جمعې په ورځ د اسد په ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې ترسره شوی او په ترڅ کې یې د پاکستاني پوځ څلور جنګیالي هم وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان هم د دې برید مسوولیت منلی، خو ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
3920162.jpg

ایرانی چارواکی: موږ کډوال نه ازاروو او دا د میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼو

د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د وهلو او سپکاوي په اړه له پراخو غبرګونونو وروسته، ایراني چارواکو اعلان وکړ چې دوی د مهاجرینو ضد نه دي او دا کار د اسلامي دود او میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼي.
1307560_581.jpg

د امریکا F-22 جنګي جټ الوتکې منځني ختیځ ته ورسیدې

طرز پرس - اف‌-۲۲ رپټور جيټ جنګي الوتکې د امریکا له ځواکمن جنګي الوتکو څخه دي چې له رادارونو څخه د تیښتې وړتیا لري او هوا څخه هوا ته د جګړې لپاره جوړ شوی. دا جنګي الوتکې د ځمکنیو بریدونو لپاره هم ښه وړتیا لري او د کروز په سرعت پرواز کوي.
1992543.jpg

وال ستريت ژورنال: تهران پر اسراییل د لوی برید په صورت کې به غښتلی پوځي ځواب ترلاسه کړي

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې واشنګټن په مستقیم او غیر مستقیم ډول تهران ته دا پیغام رسولی چې پر اسراییل د لوی برید په صورت کې به غښتلی پوځي ځواب ترلاسه کړي.
OIP (2).jpeg

ایران ته د طالب چارواکي خبرداری، د کډوالو زورونه د منلو نه دي

د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د کډوالو زورونه او د هغوی د انساني حقونو نقض، طالبانو ته د منلو وړ نه دي.