" >

تازه خبرونه

6275159F-4400-4BBC-B367-CE536F45559C_w1200_r1.jpg

ایران او طالبانو د معتادينو درملنې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي

ایراني رسنیو د دې هیواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران او طالبان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او په ځانګړي ډول د معتادینو د درملنې په برخه کې هوکړې ته رسیدلي دي.
n00173112-b.jpg

طالبانو افغانستان ته د ریچارد بنت پر سفر بندیز لګولی

طالبانو ریچارد بېنېت، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دی، کابل ته له راتګ څخه منع کړی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي دي.
20151108_110332-678x381.jpg

آلمان د ایران د اقدام په غبرګون کې د دغه هېواد سفير احضار کړ

تر هغه وروسته چې د ایران حکومت لخوا په دغه هېواد کې د المان پر فرهنګي او ژبو مرکز د بندیز خبرونه خپاره شول، د آلمان دولت په یو چټک غبرګون کې په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
learn-german-language-online-education-concept-1-1.jpg

ایران د جرمني د دوو فرهنګي مرکزونو دروازې وتړلې

د ایران عدلي او قضایي ارګانونو اعلان وکړ چې دوی د جرمني دولت پورې تړلي دوه فرهنګي مرکزونه د «غیرقانوني فعالیتونو» له امله تړلي دي.
E7CB43E7-B51E-42BD-A17F-F7725A40ED12_w1200_r1.jpg

شپږیزه لیګ، بند امیر ښاماران خپلې سیالې مېس عینک ته په لوړ توپیر ماتې ورکړه

د شپږیزه کرېکټ لیګ په ننني لوبه کې د بند امیر ‏ښاماران لوبډلې و توانېدل چې خپلې سیالې مېس‌عینک اتلانو ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
_110225348_mediaitem110220356.jpg

سی آی ای: ایران د ټرمپ پر ټاکنيز کمپاین د سایبري بریدونو مسئول دی

د امریکا د استخباراتو سازمان «سي آی اي» په لومړي ځل په رسمي توګه اعلان وکړ چې ایران د امریکا د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دونالد ټرمپ پر ټاکنیز کمپاین د سایبري بریدونو مسئول دی.
IMG_2845.JPEG

افغانستان ۲-۰ قرغزستان؛ د خراسان زمریان خپل لومړنی ګام له بري سره پیل کړ

د افغانستان د ۱۷ کلونو د فوټبال ټیم نن «دوشنبه، د زمري ۲۹ مه» د مرکزي آسیا سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د ۰-۲ پایلې سره د قرغزستان پر وړاندې وګټله او د دې سیالۍ خوږ درې امتیازه یې خپل کړل.
19625_157.jpg

یونیسف: په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف وايي، نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان، چې ۱۲.۳ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري او بل پلو د خوړو نړیوال سازمان د امریکا له لوري افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
FuXxKovXsAMm-pQ.jpg

جوبایډن: په غزه کې اوربند لا هم امکان لري

د اسراییل او فلسطیني حماس ډلې لوړپوړو چارواکو له څرګندونو وروسته، چې په غزه کې د اوربند د هڅو ارزښت یې کم ګڼلی، د امریکا ولسمشر جوبایډن منځګړی رول واخیست او ویې ویل چې په غزه کې اوربند لا هم امکان لري او اوسنی کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
R.jpeg

ملا یعقوب: ګاونډیان دې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې نه جوړوي

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې جوړې نه کړي. طرز پرس: ملا یعقوب دغه څرګندونې نن یکشنبه د افغانستان د استقلال د بیرته اخیستلو ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.