تازه خبرونه

2.png

په پېښور کې چاودنه؛ جنجالي عالم مفتي منیر شاکر ټپي شو

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوې چاودنې له کبله، نن شنبه، د کب ۲۵مه، د پاکستان جنجالي عالم مفتي منیر شاکر او څلور نور کسان ټپیان شول. دا چاودنه هغه مهال وشوه چې مفتي شاکر جومات ته روان و.
1067487_275.png

نبیل: د مقاومت جبهه کافي معلومات نه لري او دوه ګونی سياست کوي

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د «مقاومت جبهې» سیاسي روایت ننګولی او دغه جبهه یې د کافي معلوماتو په نه لرلو او د سيمه ييزو تحولاتو پر وړاندې پر دوه ګوني چلند تورنه کړې ده.
43730.jpg

کانادا د افغانستان د ښځو له مبارزو ملاتړ کوي

د کاناډا د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو عمومي مشره، امی فورویا، د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید د افغانستان د ښځو غږ واورېدل شي.
OIP.jpeg

طالبانو د بلوچستان پېښې په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پاکستاني پوځ هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې دوی په بلوچستان کې د جعفر ایکسپرېس پر مسافر وړونکي ريل ګاډي د برید له عاملینو سره مرسته کړې ده. بلخي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه تورونه «بې‌اساسه» دي او هېڅ ډول حقیقت نه لري.
456094827_1051911513313415_8356834373524683654_n.jpg

طالبانو د پیوستون تلویزیون د نشراتو مدیر نیولی او زنداني کړی دی

باوري سرچینې وایي چې د «پیوستون» تلویزیون د نشراتو مدیر، بریالی بریال منگل، د طالبانو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی دی. تر اوسه د هغه د نیول کېدو اصلي لامل نه‌دی روښانه، خو سرچینې وایي چې نوموړی د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ کې د یوې کم عمرې جینۍ د واده خبر له خپرولو وروسته د امر بالمعروف ادارې له‌خوا لومړی احضار او بیا زنداني شوی دی.
GlxP1ImagAALrZF.jpeg

د جعفر ایکسپریس د مسافرو په نوملړ کې ابهام؛ ۲۰۰ کسان ورک دي

د پاکستان په جعفر ایکسپریس ریل ګاډي باندې د بلوڅو بېلتونپالو له برید یوه ورځ وروسته په ډاګه شوه چې د دې ریل ګاډي د ۲۰۰ مسافرو هویت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او دا کسان بیخي ورک دي.
Y8ItFJ6uom2vBV7LRcgfYC8OcJIyHh-1500x800.jpg

د امریکا چارواکو یو پاکستاني ډیپلوماټ له لاس انجلس څخه دیپورټ کړ

امریکايي چارواکو د پاکستان یو لوړپوړي ډپلمات ته اجازه نه ده ورکړې چې لاس انجلس ته سفر وکړي او هغه یې په بېړني ډول بېرته شړلی دی. دا ډیپلوماټ احسن واګن نومېږي او په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر دی.
WhatsApp Image 2025-03-10 at 15.56.11_22c0ef1d.jpg

ځانګړی راپور: درې ماشومان په درې ولایتونو کې په مرموز ډول وژل شوي دي

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، خو طرز پرس په ځانګړي ډول موندلي چې په ورستیو ورځو کې درې ماشومان د افغانستان په درې ولایتونو لکه بدخشان، کندز، او تخار کې په مرموز او بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
istockphoto-927625958-612x612.jpg

د ایران وروستی دريځ: د «اټمي روڼتیا» په اړه خبرې ممکن دي

په داسې حال کې چې د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای، له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو مخالفت کړی، خو د دې هېواد د ولسمشر مسعود پزشکيان کابینې له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره شنه څراغ ښودلی او ټینګار یې کړی چې د «اټمي شفافیت» په اړه خبرې ممکنې دي.