تازه خبرونه

hamid_karzai_451673929.jpg

حامد کرزی: د طبي علومو موسسو د تړلو پرېکړه سخته خواشینې کړم

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله هغه پرېکړه چې نجونې له طبي علومو څخه منع کوي، سخته خواشینی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه کړي.
11111.jpg

د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې اریانا سعید د «عرب ممتاز» جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان پېژندل شوې او مشهوره سندرغاړې آریانا سعید، په هغه فسټیوال کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د «عرب ممتاز» نړیواله جایزه وګټله. دا جایزه د ښځو د حقونو، موسیقۍ او کلتوري فعالیتونو په برخه کې د اغلې اریانا سعید د هڅو لپاره ورکړل شوې ده.
arab-woman-doctor-hijab-mask-hospital_1168123-44203.jpg

طالبانو طبي برخو کې هم د افغانو نجونو پر زده کړو بندیز ولګول

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د یو بېړني اقدام په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی او خپل د روغتیا وزارت له لوري ټولو طبي انستیټيوتونو ته خبرداری ورکړی چې سر له صبا باید افغانې نجونې خپلو زده کړو ته ولاړې نه شي.
23323.jpg

د یونما پر راپور نیوکه؛ افغانستان کې د رسنیز بحران ريښتيني ابعاد نه دي منعکس شوي

د بیان ازادۍ کور، چې د رسنیو یو ملاتړی بنسټ دی، د یوناما وروستی راپور د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه نیمګړی بللی او ټینګار یې کړی چې دغه راپور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د رسنیو او د بیان ازادۍ د بحران ریښتیني ابعاد نه‌دي منعکس کړي.
OIP.jpg

امریکا: په سوریه کې روان وضعیت پر مسکو او تهران د تکیې پایله ده

په سوریه کې د بشارالاسد د مخالفینو له پام وړ پرمختګونو وروسته، اوس د امریکا متحده ایالات وایي چې په دې هېواد کې وروستی کړکېج، پر مسکو او تهران د بشارالاسد د حکومت د تکیه کولو پایله ده.
IMG_6085.PNG

د سوریې د دولت اسلامپالو مخالفینو د حلب ستراټژیک هوایي ډګر ونیوه

په سوریې کې د وروستیو تحولاتو په اړه تازه راپورونه ښيي چې د بشار اسد د حکومت مخالف اسلامپالو ډلو د پام وړ پرمختګونه کړي او د حلب ښار ستراتیژیک هوایي ډګر یې هم نیولی دی.
New-Cover-Image.png

جنسي اپارتاید؛ د طالبانو مشروعیت پر وړاندې جدي ننګونه

د سولې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید د عادي کېدو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په رغنده تعامل لاس پورې کړي. دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي، بلکه هڅه وکړي چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د احیا لپاره تر فشار لاندې ونیسي.
Gdjvo_4WwAAgbvB.jpg

د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په حلب کې نظامي مراکز تر خپل کنټرول لاندې راوستي

د بشار الاسد د رژیم مخالفینو نن د جمعې په ورځ د سوریې ستراټژیک ښار حلب ته داخل شول او څو شېبې وړاندې یې د سوریې د اردو ځینې نظامي مرکزونه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
af232aef-c223-424f-8ae1-7c1234dd1f11.jpg

په ژنو کې د عدالت غږ؛ د افغانو ښځو د حقونو اعادې لپاره نړیواله اجماع

د جنسیتي عدالت او حساب ورکونې تر عنوان لاندې کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د افغانستان لپاره د ښځو د د یوې مجمع په کوربتوب او د اسپانیا او چیلي هېوادونو په همکارۍ ترسره شوه.
Pashto (1) (1).jpg

شپږ هېوادونو د افغانو ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه رسماً نړیوالې محکمې ته وسپاره

شپږ هېوادونو د افغانو ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه رسماً نړیوالې محکمې ته وسپاره. په دغو هېوادونو کې د اسپانیا، فرانسه، لوګزامبورګ، مکسیکو، چیلي او کاستاریکا نومونه راغلي دي. طالبان تورن دي چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه په دوامداره ډول سرغړونه کړې