افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي هېوادونه چې د امو سيند په دواړو غاړو کې پراته دي. که څه هم د کابل او دوشنبې تر منځ سیاسي اړیکي سړې او نازکې ښکاري؛ خو د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ اړیکې بیا زړه راښکونکې او رومانټیکه ده. داسې د مینې اړیکې چې جغرافیایي سرحدونه یې مات کړي او د امو سیند هم نه دی توانېدلی چې د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي.
طرز پرس پخپل تازه څېړنه کې موندلې چې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې یوولس افغانانو له تاجیکستانۍ انجونو سره ودونه کړي دي. دا ودونه ډېری په تخار، بدخشان او کندز ولایتونو کې ترسره شوي دي. له دغو یوولس کسانو لږ تر لږه درې کسان حاضر شول چې له طرز پرس سره خپل د ژوند تجربې شریکې کړي.
په ولایتي شورا کې د تخار د خلکو پخوانی استازی خالد رحیمي «مستعار نوم» یو له دغو کسانو څخه دی چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د سفر پر مهال له یوې تاجیکۍ جینۍ ماهرې سره اشنا کیږي. خالد وايي چې له څو ورځو وروسته یې ماهرې ته د واده وړاندیز وکړ او هغې هم ومنله. د "خالد او ماهرې" تر منځ د واده دا اړیکه لا هم ټينګه پرځای ولاړه ده، خو په افغانستان کې له وروستي تحولاتو، د کابل او دوشنبې ترمنځ د سیاسي کړکېچ له کبله د تاجکستان د سفارت له تړل کېدو وروسته، ښاغلی رحیمي نه دی توانېدلی چې د خپلې کورنۍ لېدو لپاره تاجکستان ته و لاړ شي. هغه وايي چې په تاجکستان کې د کور او ژوند په اړه له ټولو مدارکو سره سره خو بیاهم د تاجکستان دولت نه غواړي ورته ویزې ورکړي.
خالد طرز پرس ته وویل: «موږ یو بل په خپله خوښه انتخاب کړ او اړیکه خورا ښه روانه ده. زه له خپلې تاجک ښځې څخه دوه ماشومان لرم. زه خپل ماشومان ډیر یادوم. له بده مرغه چې د ویزې ستونزه ده، زه خپل ماشومان او میرمن پسې ډېر خفه شوی یم.»
ګاونډېتوب، کلتوري او مذهبي مشترکات د افغانستان او تاجکستان د اتباعو تر منځ د ودونو یو مهم لامل ګنل کیږي. محمدجان د بدخشان د شوکۍ ولسوالۍ او هلال بي بي د تاجکستان د درواز ولسوالۍ د پتکوناو د کلي اوسېدونکې ده چې دا کلی د بدخشان له شوکۍ ولسوالۍ سره نږدې پرته ده.
د محمد جان او هلال بي بي له ګډ ژوند ۳۰ کاله تیريږي او دوی له دې کبله خوښ دي چې زړونه یې سره یو ځای شوي او ګډ ژوند یې پیل کړی دی. محمد جان وايي چې اوس دوه زامن او دوه لوڼې لري چې د ده په وینا دوه مشر زامن یې د تاجکستان په دوشنبه کې په خپلو تحصیلي چارو بوخت دي. محمدجان پخپل سیمه ييزه ژبه طرز پرس ته وویل: "هرڅوک پوهیږي چې مینه سرحد نه پیژني. مسلمان او کافر، تاجک او افغان، تور او سپین، سواد او بې سواده فرق نه لري. یوازې زړه مهم دی. موږ خوشحاله یو چې ۳۰ کاله مو پرته له کومې ستونزې ژوند تېر کړی. موږ تاجکستان ته ځو، تاجک قوم دلته افغانستان ته راځي، هېڅ پروبلم نشته.»
د طرز پرس خبریال د همدې څېړنې په لړ کې له یوې بلې ورته جوړې سره خبرې کړي؛ خو د دوی برخلیک بیا تر دوو نورو متفاوت دی. یو افغان ځوان او تاجکۍ نجلۍ چې له یوبل سره یې ګډ ژوند پیل کړی وو؛ خو دا ګډ ژوند یې ډېر دوام ونه کړ. حبیب معروفي «مستعار نوم» د هغه ځوان نوم دی چې پخوا یې په افغانستان او تاجکستان کې ګډ سوداګریز فعالیتونه درلودل. د هغه د مینې داستان دوشنبه کې د پانګونې او استوګنې سره تړلې ده. هغه یوه ورځ په یو هوټل کې د تاجکستان د طب له یوې محصلې سره پېژني او دا معرفت بالاخره په واده بدلیږي.
د "حبیب او شهیرې" ګډ ژوند له شپږو کلونو ډېر دوام ونه کړ. دا هغه وخت دی چې حبیب معروفي له اقتصادي رکود سره مخ کيږي او مجبور دی چې تاجکستان پرېږدي او افغانستان ته راشي. حبيب وايي په سوداګریزو کارونو کې یې تاوان کړی وو او نور یې نشوای کولی چې خپل ژوند ته هلته په تاجکستان کې دوام ورکړي. حبیب وايي چې شهېرې سره یې دا خبره شریکه کړې وه؛ خو هغې ورسره نه ده منلې او همدا ده چې حبیب د افغانستان کندز ولایت ته را ګرځي او مېرمن شهيره د تاجکستان په دوشنبه کې پاتې کیږي.
حبيب په دې اړه طرز پرس ته وویل: «مجبوریت موږ له یو بل څخه جلا کړو، ګني شهير يوه مهربانه ښځه وه. زه ډیره ما ډېره هڅه وکړه چې جلا نه شم؛ خو همداسې وشول. کله چې ما خپله سرمایه له لاسه ورکړه، ما نشو کولی په تاجکستان کې پاتې شم. ما ډېره هڅه وکړه چې هغه قانع کړم چې افغانستان ته راشي او خپل ژوند جوړ کړي، خو هغه دا ونه منله.»
د طرز پرس دا راپور یوازې د هغو یوولسو افغانانو هویت تاییدولی شي چې تاجکستاني نجونو سره یې ودونه کړي دي؛ خو دا د افغانستان او تاجکستان د اتباعو ترمنځ د ودونو کره شمېره نه ده او ښايي دا شمېر تر دې هم لوړه وي. د طرز پرس ټیم هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت محاکمو ته مراجعه وکړي څو د افغانستان او تاجکستان د اتباعو ترمنځ د ودونو یو کره شمېره پیدا کړي، خو هغوی په دې اړه طرز پرس ته له معلومات ورکولو ډډه وکړه. موږ د تاجکستان مسوولو ادارو ته هم یو رسمي ایمیل واستاوه او له هغوی څخه مو وغوښتل چې د افغان او تاجک نجونو د ودونو په اړه موږ ته معلومات راکړي، خو د یوې اونۍ له تېرېدو لاهم دغه ایمیل ته ځواب نه دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده چې دوشنبه او کابل په تاریخي او کلتوري لحاظ ډېر مشترکات لري او همدا دلیل ده چې د دواړو هېوادونو خلک یې سره نږدې کړي دي. اوس مهال د تاجکستان او افغانستان وګړي په يو شمېر سرحدي سيموکې ګډ بازارونه هم جوړوي چې پکې د يو بل محصولات پير او پلور کيږي.