وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیم، په جدي ډول هغه امکانات ارزوي چې له مخې یې اټومي وسلو ته د ایران د رسېدو مخه ونیول شي. د راپور پر بنسټ، دغو ارزونو کې پر ایران «د امریکا د هوایي بریدونو» احتمال هم شامل دی.
ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې هم له یوه امریکایي رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې پر ایران نظامي برید د یوې احتمالي ګزینې په توګه مطرح ده.
دغه ارزونې په سیمه کې ورستیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د بشار اسد د حکومت د پړځېدلو څرنګوالي، په اړه ترسره کېږي او په ټوله کې د ایران د اټومي ګواښونو مهارولو ته متمرکز دي.