سلنا ګومز: د تل لپاره یوځای اوسېدل له همدا اوس پیلېږي

فوزیه محمدی

طرز پرس

23 قوس 1403

IMG_6449.JPG

د امریکا د موسیقۍ او سینما بې‌ساري ستورې سلنا ګومز، له یوې په زړه پورې خبرې سره خپل ټول مینوال خوشاله کړل. هغې دخپلې نامزادۍ د ګوتمۍ انځور په انسټاګرام کې خپور کړ او ورسره ولیکل: «د تل لپاره (یوځای اوسېدل) له همدا اوسه پیلېږي.» دا ساده؛ خو ژوره جمله د یوه داسې مینې کیسه کوي چې له هنر او احساس څخه زیږېدلې ده.

سلنا او بنی بلانکو، چې دواړه د هنر او موسیقۍ په برخه کې فعالې څېرې دي، تیر کال یو بل سره د مینې تارونه و غزول. خو اوس له دې د کوژدې له دې نوي ژمنې سره یې خپلې اړیکې لا پسې ژورې کړې او دا اړیکه یوازې په موسیقۍ کې نه، بلکې په ژوند کې هم په ځانګړې همغږۍ سره ځلیږي.

دا خبر د تیلر سویفټ، جینیفر انیسټن، او کارډي بي په څېر مشهورو شخصیتونو له خوا د مبارکۍ پیغامونو له څپو سره بدرګه شو. سلینا، چې په انسټاګرام کې تر ۴۲۳ میلیونو ډېر مینوال لري، دا ښکلې شیبه د نړۍ په کچه له خپلو ټولو مینه والو سره شریکه کړه او بیا یې ټولو ته یادونه وکړه چې مینه د ژوند تر ټولو ښکلی فصل دی.

داسې ښکاري چې ۲۰۲۴ کال د سلنا ګومز لپاره د بریا او لاسته راوړنو ډک کال وو. د میلیاردرانو له ډلې سره د هغې یوځای کېدل او د دوو معتبره ګولډن ګلوب جایزو ترلاسه کول دا موضوع بربنډه کړه چې مېرمن سلنا لا هم د نړۍ تر ټولو اغېزمنه او بریالۍ ښځو څخه شمېرل کیږي.