پرستو احمدي، هغه سندرغاړې چې غږ یې د ایران د خلکو په زړونو کې انګازې کړې دي، په یوه تاریخي شپه کې ژوندۍ او ځانګړې کنسرت ترسره کړه. دا کنسرت، چې د «کاروانسرا» په نوم یادېږي، په ژوندۍ بڼه د یوټیوب له لارې خپور شو او په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
پرستو احمدي په دې کنسرت کې پرته له جبري حجابه راڅرګنده شوه او خپلو مینهوالو ته یې د مینې او هیلو ډک پیغام ورکړ. هغې په خپل پیغام کې لیکلي:
«زه پرستو یم، هغه نجلۍ چې غواړم د هغو خلکو لپاره سندرې ووایم چې مینه ورسره لرم. دا هغه حق دی چې نشم کولی له هغه لاس واخلم؛ د هغه خاورې لپاره سندرې ویل چې د زړه له کومې ورسره مینه لرم.»
دغه پیغام او د هغې ژوندۍ کنسرت، چې د تاریخ، هنر، او موسیقۍ یو ګډ ترکیب و، په داسې ټولنه کې د هغې مبارزې او هیلو انځور کړ چې د ښځو غږ پکې تل له خنډونو سره مخ دی.
پرستو احمدي مخکې هم د ۱۴۰۱ کال د اعتراضي خوځښتونو پر مهال د «د ځوانانو له وینو» په نوم د سندرې په ویلو سره د خلکو پام ځان ته اړولی و. دا سندره د دې لامل شوه چې د دغې ځوانې ایرانۍ سندرغاړې پر وړاندې قضایي دوسیه هم پرانستل شي.