نړیوال جام د منځني ختیځ په زړه کې؛ عربستان د ۲۰۳۴ کوربه شو

ترانه سپاهي

طرز پرس

21 قوس 1403

FIFA-2034-Saudi.jpg

سعودي عربستان په رسمي ډول د ۲۰۳۴ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه‌توب ترلاسه کړ. دا پرېکړه د فیفا په هغه ناسته کې چې د چهارشنبې په ورځ په زوریخ کې ترسره شوه، پرته له سیالۍ او رای‌ورکونې اعلان شوه، ځکه هېڅ بل هېواد د سیالۍ لپاره وړاندې نه شو.

له دې پرېکړې سره، منځنی ختیځ دویم ځل لپاره د نړۍ د فوټبال سترې سیالۍ کوربه‌توب کوي؛ مخکې له دې، قطر په ۲۰۲۲ کال کې دا ویاړ ترلاسه کړی و.

که څه هم سعودي عربستان د انګلستان په څېر د هېوادونو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، خو دغه پرېکړه مختلف غبرګونونه را وپارول. د بشري حقونو ډلې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د څار اداره، د بشري حقونو په برخه کې د سعودي د کمزورې سابقې له کبله دا پرېکړه وغندله. بل اړخ ته، جرمني د دیپلوماتیکو فرصتونو په ټینګار سره د عربستان له کوربه‌توب خپل ملاتړ اعلان کړ.

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د ورزش په برخه کې د سترو پانګونو او د فوټبال ستورو د جذبولو له لارې د پام وړ اقدامات کړي دي. اوس یې ژمنه کړې چې د ۲۰۳۴ نړیوال جام به په یوه تاریخي او نه هیریدونکي ورزشي پېښه بدل کړي.